د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې اوس هم په شدت سره جګړه روانه ده

کابل ټکی کام ۱۰عقرب/۱۳۹۴

احمدالله مهاجر
د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ ځايي خلک وايي چې په غه ولسوالۍ کې د افغان عسکرو پر پوستو طالب جنګیالیو وسلوال بریدونه پیل کړي دي، چې دواړو لوریو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د پکتیا ولایت د ۴۰۲ سرحدي زون قومندان عبدالبصیر خپلواک د رسنیو له لارې خبر ورکړی دی چې په دغه نښته کې یې طالب جنګیالیو ته مرګ ژوبله اړولې ده، او دا هم مني چې د دوی ۴تنه پولیس ټپیان دي.
د امنیتي چارواکو له قوله چې د پکتیا ډنډ پټان ته د طالب جنګیالیو په وړاندې د جګړې کولو لپاره یې تازه دمه قوه لېږلې ده.
د ځايي خلکو پر وینا چې طالب جنګیالیو د دغه ولایت مرکز ته څېرمه د شپږو ولسوالیو غځېدلې لارې تړلي دي.
خو طالب جنګیالیو یې تر اوسه پورې په اړه څه ندي ویلي…

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button