هالنډ کې یو افغان د عام وژنې په جرم نيول شوی

(کابل ټکی کام :یکشنبه ،لړم ۱۰ ،۹۴ ۱۳ل)
د هالنډ هېواد عدلي او قضايي ارګانونو له لوري یو افغان چې ۳۵ کاله پخوا يي څه د پاسه ۱۰۰۰ تنه افغانان وژلي وه نيولی او محکمې ته يي وړاندې کړی دی .
د معلوماتو په اساس بشري حقونو د څارونكو ادارې ويلي دي چې، نیول شوی افغان صادق علم نوميږي چې په ۱۹۷۹م ميلادي كال كې د پخواني شوروي اتحاد يرغل سره سم د كونړ په ولايت كې د يو كلي ۱۰۰۰ تنه ملكيان په دې تور وژلي وه چې ګویا دوي د مجاهدينو طرفداران وه .
د هالنډ پولیسو صادق علم له ۳۵ کلونو وروسته د ۲۰۱۵ كال د اكتوبر په ۲۷مه نېټه د «رېتردام» په ښار كې ونيول شو.
صادق عالم د کمونیسټ ګوند یو افسر وه چې انتقامي وژنې يي پیل کړې، ۱۰۰۰ تنه عام افغانان يي د «کرالاپر» سیمه کې د بلډوزر په واسطه وژلي او نيم يي ژوندي له خاورو لاندي کړي وه .
صادق عالم په ۱۹۹۰ میلادي کال کې هالنډ ته ولاړ په ۲۰۰۸ ميلادي کال کې د قربانیانو له لورې پرې دعوې وشوې .
د سیمې خلک وايي چې د صادق عالم د عام وژنې اثرات ډلیز قبرونه اوس هم موندل کیږي .
د یادونې وړ ده چې دا دوم ځل دي چې افغان جګړه ماران په اروپاکې د عام وژنې او ظلمونو په تور نيول کيږي او محکمې ته معرفي کيږي، لومړی د حزب اسلامي پخوانی قومندان زداد او دویم يي صادق عالم دي .
حماس افغان



