صومالیه کې الشباب ډلې د حملې په ترڅ کې  ۱۹ تنه وژلي اوټپیان کړي دي

(کابل ټکی کام :یکشنبه ،لړم ۱۰ ،۹۴ ۱۳ل)

صومالیه : جنګ ځپلې پلازمینه «موګادیشو» کې په یوه هوټل باندې د الشباب ډلې لخواد حملې په ترڅ کې  ۹ تنه صومالیايي وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي .

د دغې حملې مسؤلیت دالشباب ډلې چې القاعدې جهادي تنظیم پورې تړاو لري منلی .

د اسوشيټيډپریس خبري آژانس د یوه پولیس افسر له قوله وايي چې، لومړی یوه سرښندونکي خپل منفجره مواد چې په یوه نقلیه وسیله کې بار وه د هوټل دروازې سره منفجر کړل او موانع لرې شوي پاتې سرښندونکي هوټل ته ننوتل او هوټل کې يي ناتاره ډزې پیل کړې، په پایله کې يي لږترلږه ۹ تنه ووژل او ۱۰  تنه نوريي ټپیان کړل  .

بلې خوا د فرانس پریس خبري آژانس د وژل شو افرادو شمېره ۱۲ او ټپیانو دوه چنده ښيي .

محمد سمیع سعادت

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button