لغمان کې درنه جګړه روانه ده

(کابل ټکی کام  ۱۳۹۵کب ۱۱) عبدالهادي همت

له تیرې شپې راهیسې وسلوالو طالبانو د لغمان ولایت په مرکز مهترلام باندې سخته جګړه شروع کړې ده. ځایي اوسېدونکي وایي چې اوس مهال وسلوال طالبان د مرکزي زندان په یو کیلومترۍ کې له دولتي ځواکونو سره په سخته جګړه بوخت دي.

ویل کیږي چې طالبانو تیره شپه د هرمل او بي بي هاجره په سیمه کې د پولیسو په پوستو باندې بریدونه پیل کړل؛ خو پولیسو له جګړې پرته خپلې پوستې طالبانو ته ورپریښې او تښتیدلي دي. همدارنګه یې د علیشنګ کلي په سیمه کې د ”قومندان فریدون“ پوسته له اربکیانو نه ونیوله چې د یادې پوستې په نیولو سره پراخه او مهمه سیمه د طالبانو تر کنټرول لاندې راغله.

نن ناوخته سیمې ته د دولتي ځواکونو د کومک لپاره تلونکی قطار هم د طالبانو تر برید لاندې راغلی په برید کې ګڼ شمیر عسکر او پولیس وژل شوي، ۷ تنه پولیس طالبانو ژوندي نیولي؛ ۶ ټانګونه ویجاړ شوي او ۵ نور طالبانو نیولي. د دولتي ځواکونو په قطار باندې په برید کې طالبانو ته زیاته سپکه او درنه وسله هم په لاس ورغلې.

د لغمان د ولایتي شوری رئیس محمد رفیع مموزی چارواکي په نه پاملرنه تورنوي او وایي چې جګړه د مرکزي زندان تر دروازو رارسېدلې ده مګر چارواکي توجه نه ورته کوي.

جګړه یواځې د ولایت تر مرکز پورې محدوده نه ده بلکې د لغمان په نورو ولسوالیو کې هم د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ درنه جګړه روانه ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button