حکومت د طالبانو تسلط مني خو طالبان نه مني

تبصره
په روان کال کې چې طالبانوپه هیواد کې په امنیتي پوستو اودهغوی په مرکزونوڅومره بریدونه کړي د دفاع وزارت هومره په یوه او بل نامه عملیات کړي طالبانو خپل بریدونه او دفاع وزارت خپل عملیات کامیاب ګرځولي دي خو دعملیاتو وروسته چې کوم حالات په ولسي وګړو راغلي د طالبانو له بریدونو راضي او د حکومت له عملیاتو ناراضه دي او هیڅ مثبتې پایلې ېې له عملیاتو نه دي لیدلي.
دولسي وګړو له غبرګونونو وروسته دادی د مشرانو جرګې د دفاعي او امنیتی چارو کمیسیون د دفاع وزارت هغه څرګندونې رد کړې چې دهیواد په یوشمیر ولایاتوکې ېې دمخالفینو دځپلو په اړه رسنیو ته راپورونه ورکړي.
د مشرانو جرګې د دفاعي او امنیتي چارو کمیسیون تیره ورځ په خپله ناست غونډه کې ویلي چې د نورو ولایاتو په پرتله د هلمند ولایت زیاته برخه سره د دفاع وزارت دکړوعملیاتو اوس هم د طالبانو په کنترول کې ده او افغان ځواکونه په خپل دفاعي حالت کې دي.
دهیواد په نورو ولایاتو او یا په هغو ولایاتو کې چې د طالبانوبریدونه پکې زیات او یا زیاتې سیمې د طالبانوپه کنترول کې دي د دفاع وزارت،ملکي وګړو او رسنیوراپورونه چې پرتله کړو دا په لاس راځي چې یواځې د هلمند ولایت نه چې د مشرانو جرګې د دفاعي کمیسیون ېې یادونه کړې ده بلکې د ټول هيواد زیاتې سیمې د طالبانو په کنترول کې دي حکومت یواځې او یواځې د ولایاتو او ولسوالیومرکزونه ساتي او امنیتي ځواکونه ېې په دفاعي حالات کې ځانونه ساتي.
د د فاع وزارت د تیرو شپاړسوکالو راپه دې خوا چې د بهرنیو پوځونوزیاته برخه هم په هیواد کې میشت وه خو د لرو پرتو ولسوالیو او سیمو کنترول د طالبانو سره و.
داچې مشرانو جرګه په هلمند ولایت کې تر۹۴سلنې خاورې تسلط مني چې د طالبانو په کنترول کې ده او د کلونوکلونو جګړو وروسته ېې بیاهم ترې ونه نیوه او نه به ېې ونیسي نو بیا ولي حکومت طالبان نه مني؟.
د حکومت لخوا د طالبانو د نه منلو او ۹۴سلنې خاورې له کنتروله چې طالبان ېې په واک کې لري اوهم د ترلاسه شویو راپورنو پر بنست د هلمند ولایت دیشو او باغران ولسوالۍ په تیرو لسو کلونو کي او ۴ نوري ولسوالۍ چې خانشین او ناوه په جنوب کې اوموسي کلا او نوزاد په شمال کې موقعیت لري په وروستیو کې د وسله والوطالبانو لاسته لوېدلي دي د دې نه داثابته شوه چې د۹۴افغانانو لخوا طالبان منل شوي او یواځې حکومت کې دګوتو په شیمر ۶سلنه په ارګ او له ارګه راچاپیره کسان د خپلو ګټودلاسه په ورکولو سره د طالبانومنلو ته تیار نه دي.
لکه څرنګه چې دهلمند ولایت په سلوکې ۹۴خاوره د طالبانو په کنترول کې ده وګړو ېې طالبان منلي دا ډول د نورو ولایاتو حال هم دی خو د مشرانوپه جرګه کې د نورو ولایاتو نمایندګانو تراوسه پورې دې حقیقت منلو ته غاړه نه ده ایښې چې دطالبانومنلوته تیارشي.



