چارواکي: د تالاوربرفک ولسوالۍ د بېرته نيولو لپاره جګړه روانه ده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵کب۱۳) الماس خدرخیل
د بغلان ولايت چارواکي وايي، چې د تالاوبرفک ولسوالۍ د بېرته نيولو لپاره جګړه روانه ده.
تالاوبرفک ولسوالي دوه ورځې وړاندې له درنې جګړې وروسته د وسله والو طالبانو لاس ته ورغله او سيمه ييزو چارواکو ويلي وو، چې امنيتي ځواکونو د ولسوالۍ له مرکزه شاوخوا کليو ته تکتيکي شاه تګ کړى دى.
اوس سيمه ييز مقامات وايي، چې جګړه له پرون راهيسې په درز سره روانه ده.
د بغلان والي ستار بارز رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې امنيتي ځواکونه هڅه کوي ترڅو ملکي خلکو ته تلفات وانه وړي او زياته يې کړه: (په دقیقه توګه زموږ وسلهوال پوځونه چې هرګام اخلي، هغوی ته سپارښتنه شوې چې باید تر وروستي حده هڅه وکړي چې خلکو ته زیان ونه رسېږي. خو دا ویل غواړم چې جګړه تر ډېره له استوګنې سیمو لېرې په غرنیو منطقو کې دوام لري).
نېږدې یوه اوونۍ کېږي چې په دغه ولایت کې سخته جګړه روانه ده.
د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکي، چې له تېر ماښام راهيسې يې د دولتي ځواکونو درې تعرضونو په شا تمبولي او په وينا يې زياته مرګ ژوبله يې وراړولې ده او تر دې مخکې يې اعا کړې وه، چې د تالاوبرفک د نيولو پر مهال يې ۱۳ پوليس ژوندي نيولي، يو شمير يې وژلي، وسلې او مهمات يې هم ترلاسه کړي دي.



