په هیواد کې د سولې عملي قدم سره ملاتړ

سرلیکنه
تیره ورځ په اسلام آبادکې د ایکو دغړوهیوادونولخوا غونډه وشوه چې پکې د سیمې د هیوادونو د مشرانوترڅنګ د افغانستان استازیتوب په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ډاکتر عمر زاخېلوال وکړ چې ویناوالو ېې په سیمه اوپه ځانګړې توګه د افغانستان د بیارغونې، پرمختګ، سولې او امنیت لپاره د ملي، سیمه ییزو او نړیوالو هلوځلو پر ملاتړ ټینګار وکړ.
په اسلام آباد کې دایکوغړوهیوادونو داغونډه په داسې حال کې وکړه چې سیمه ، افغانستان او دافغانستان ګاوانډي هیوادونه ترتيروخت زیات سولې،امن،اقتصادي پیاوړتیا اوپه نړیواله کچه ازادې سوداګرۍ ته اړتیالري خود موجوده وخت دامنیتي ستونزوله امله ټوله سیمه په اقتصادي ستونزوکې راګیره ده.
دایکو دغړوهیوادونوغونډه په هروخت اوهرکال اړینه وي خو په اوس وخت کې دافغانستان لپاره په دې زیاته اړینه ده چې په افغانستان کې امن او سوله د ګاونډیو،سیمې اونړیوالې ټولنې دهمکاریو پرته ناشونې دي چې دافغانستان امن او سوله به نه یواځې دافغانستان لپاره بلکې د سیمې د ټولو هیوادونولپاره ګټوره ثابته شي.
یاده غونډه چې د سیمې د هراړخیزپرمختګ لپاره جوړه شوې وه په سیمه اونړۍ کې د امن اوسولې لپاره ېې د خپلې مبارزې په دوام لازم تصمیمونه ونیول چې دا مهال د سیمې هیوادونو ګډې همکارۍ ته د یووالې اړتیا لیدل کیږي.
په سیمه او نړۍ کې هغه وخت امن اوسوله راتلای شي چې په ریښتینې توګه د امن لپاره قدمونه پورته کړل شي په یوه هیواد کې چې امن نه وي په هیڅ صورت سره ېې اقتصاد پرمختګ نه شي کولای چې نن ورځ افغانستان د همدې حالت سره مخ دی.
د ایکوپه غونډه کې به د تیرو غونډوپه څیر ژمنې شوي وي خو افغانان اوس د تیرپه څیر په ژمنو پوره باور نه لري ځکه په بیلابیلو هیوادونوکې شووغونډوکې په افغانستان کې د امن راوستلو ژمنې وشوې خوبیاهم افغان ولس د جګړو په اورکې سوزي.
په افغانستان کې موجوده نا امني که د تیروغونډوپه څير شاته وغورځول شوه نوبیاخو امکان لري چې تربلې ایکوغونډې پورې افغانستان په همدې حالت هم پاتې نه شي په افغانستان کې روانې جګړې یواځې د افغانستان په تاوان نه بلکې د ټولې سیمې په تاوان تمامیږي.
که د ایکو ګډونوالو د افغانستان په اړه په خپله تګلاره کې نوښت را نه ووست او د امن په اړه ېې جدي قدمونه پورته نه کړل نا امني به نوره هم نوروسیمواوهیوادونوته شبغړانده شي اوکه د ایکود غونډې د پریکړې په اساس په افغانستان کې د سولې عملي ګامونوسره ملاتړهم ملګری شي په افغانستان کې به سوله شونې شي.



