سمنګان: د سل بستريز روغتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵کب۱۳) صابرخپلواک
د سمنګان ولايت ايبک ښار کې د خصوصي سکتور لخوا د لومړي ځل لپاره د يو سل بستريز روغتون د جوړولو چارې پيل شوې.
انجنير سيديعقوب شاه روشن زاده چې د ياد روغتون د ودانۍ نقشه يې طرحه او ډيزاين کړې وه ورغلو خبریالانو ته وویل د ياد روغتون د رغولو لګښت چې شا وخوا دوه ميليون ډالره اټکل شوى، د ياد ولايت د مرکز ايبک ښار د اوسېدونکي حاجي بابه قل لخوا ورکول کېږي.
نوموړي ویلي، ټاکل شوې چې د ياد روغتون ودانۍ په راتلونکو دوه کلونو کې په څلور زره متر مربع (دوه جريبه) ځمکه کې ورغول شي.
هغه زياته کړې، د ياد روغتون د ودانۍ نقشه له نړيوالو معيارونو سره سم طرحه او ډېزاين شوې او ټاکل شوې چې په څلورو پوړونو کې په اساسي او پاخه ډول ورغول شي، چې د نسايي ولادي، عمومي داخلې، عمومي جراحۍ، ارتوپيدي او سترګو د ناروغيو د درملنې برخې به لري.
د سمنګانو ولايتي روغتون مشر ډاکټر اکرام الدين وکيلزاده په روغتيايي برخه کې د دغه سوداګر له پانګې هرکلى وکړ او د ياد روغتون د بنسټ ډبرې اېښودو په مراسمو کې يې وويل، په دغه ولايت کې د هرې ورځې په تېرېدو د خلکو نفوس هم زياتيږي چې ورسره په روغتيايي برخو کې د خلکو د ستونزه کچه هم لوړيږي.
هغه زياته کړه، اوسمهال د سمنګانو لايت په شپږونو ولسواليو او مرکز کې يو ولايتي روغتون، ولسواليو کې درې روغتونونه او ٣٠ روغتيايي کلينيکونه موجود دي، چې دغه اندازه مرکزونه په يوازې توګه د دې ولايت د خلکو ستونزو ته لاسرسى نه شي کولى.



