لغمان: د یوې ترافیکي پېښې له امله نهه کسان ټپیان شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ کب ۱۳) صابر خپلواک
په لغمان ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله نهه تنه ټپيان شوي دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک وايي چې دغه پېښه نن رامنځته شوې ده.
د هغه په خبره، ياده پېښه د کابل – ننګرهار پرلويه لار د لغمان ولايت په اړونده سيمه کې رامنځته او له امله يې نهه تنه ټپيان شوي دي، نوموړي د دې پېښې په اړه نور جزئيات نه دي ورکړي.
هغه وايي چې ټپيان روغتون ته لېږل شوي، خو نوموړي د ټپيانو د روغتيايي حالت په اړه څه نه دي ويلي.
پر ياده لار د موټرچلوونکو د بې احتياطۍ، ګړندي تګ ، او لارې د خربوالي له امله زياتره وخت دغه ډول ترافيکي پېښې رامنځته کيږي او د موټرو مسافرو ته په کې مرګ ژوبله اوړي .



