جلال اباد کې چاودني ۴ امریکایي عسکر وژلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ کب ۱۳) عبدالهادي همت

نن ماښام شاوخوا ۶ بجې د جلال اباد ښار د هوايي ډګر په دروازه کې د امریکایي عسکرو په موټر باندې چاودنه شوې چې له امله یې ۴ امریکایي سرتیري وژل شوي او ۱ بل ټپي دی.

ویل کیږي چې چاودنه د امریکایي عسکرو په فرونر ډوله موټر باندې د هوايي ډګر په لومړۍ دروازه کې رامنځته شوې ده.

د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې د امریکایانو موټر یې په”  تکتیکي “ انفجار سره له منځه وړی دی. ” دجلال اباد ښارهوایي ډګر په لومړۍ دروازه کې د امریکایانو یوه عراده (فرونر) ډوله موټر په تکتیکي ډول منفجر شو، ۴ تنه امریکايی عسکر په کې قتل ۱ تن ټپي شو. “

دا چې امریکایان پخپله په جګړو کې برخه نه اخلي او ټوله جګړه افغان ځواکونه پر مخ وړي؛ نو ځکه یې تلفات د تیرو کلونو په نسبت کم دي؛ خو بیا هم وخت ناوخت د طالبانو تر بریدونو لاندې راځي او درانه زیانونه ور اوړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button