تخار: په یوه هوایي برید کې ۷ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ کب ۱۴) صابر خپلواک

په تخار کې ځايي اوسېدونکي او امنیتي چارواکي وايي چې په درقد ولسوالۍ کې ٧ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د درقد ولسوالۍ اوسېدونکو ویلي، چې تېره ورځ په درېيو بجو امنیتي ځواکونو د خلکو په کورونه هوایي بریدونه کړي، چې په کې ۷ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې ښځې او ماشومان هم په کې دي.

نوموړیو ويلي، په دغه هوایي برید کې څلور کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

دغو اوسیدونکو ویلي، د جنګ لومړۍ کرښه په بصیرخېلو سیمه کې ده خو الوتکو قونګذر سیمه کې بمونه غورځولي چې یوه مېرمنه، یوه نجلۍ او دوه نارینه په کې وژل شوي او درې نارینه ټپيان دي.

د تخار امنیه قوماندان مل پاسوال فقیرمحمد جوزجاني هم یاده پېښه تائید کړې، نوموړي ویلي چې په یاد برید کې یو شمېر طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده .

طالبانو هم ياد بريدونه تائيد کړي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په ياد بريد کې د دوو ماشومانو په ګډون پنځه عام وګړي وژل شوي او ٧ نور ټپيان دي.

خو مجاهد په يادو بريدونو کې د طالبانو  مرګ ژوبله ردوي.

د یادونې ده، وړمه ورځ هم په فراه ولایت کې د امریکایانو په ړنده بمباري کې نهه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې وه، او شل نور یې ټپیان کړي وو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button