د ولسي جرګې وکيل معلم ميرولي په وسلوال بريد کې مرګونی ټپي شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ کب ۱۴) الماس خدرخیل

په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازی معلم ميرولي په يو وسلوال بريد کې مرګونی ټپي شوی دی.

پر نوموړي باندې د کندهار د لسمې حوزې اړوند په کارته معلمين سيمه کې د موټرسيکل سپرو له لوري وسلوال بريد شوی، چې له امله يې سخت ټي شوی دی.

ويل کېږي معلم ميرولي کندهار ته د خپلوانو ليدلو لپاره ورغلی و.

د کندهار د ميرويس روغتون کارکوونکي وايي، چې نوموړی سطحي ټپي شوی دی.

بل پلو وسلوالو طالبانو پر میرولي د بريد مسئوليت په غاړه اخيستی او رسنيو ته يې په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې نوموړی د دوی د ملګرو له لوري په يوه چريکي بريد کې وژل شوی دی.

طالبانو ويلي”معلم میرولي وروسته تر هغه د اسلامي امارت مجاهدینو ترتعقیب لاندي کړ چې په  یوه  مرکه کې یې  دکندوز لپاره  داسلامي امارت نظامي مسؤول (ملاعبدالسلام) شهادت یوه ستره لاسته راوړنه وبلل  او زیاته خوښي یې څرګنده کړه”.

تر دې وړاندې په کابل کې د نوموړي پر کور سرتيري بریدونه وشول چې له امله یې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته خوخپله ميرولي بچ شو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button