بادغيس کې د پستې ځنګلونه جدي پاملرنه غواړي

راپورتاژ: الماس خدرخېل
په بادغيس ولايت کې زرګونه هکتاره د پستې طبيعي ځنګلونه دي، چې زیاته برخه يې د وسلوالو طالبانو په ولکه کې ده او له دې لارې خپل نظامي تجهيزات برابروي.
چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې دپستې څه ناڅه شپيته زره هکتاره طبيعي ځنګلونه شته چې په کال کې څه دپاسه ديرش مليونه ډالره عوايد لري، خو د دووکلونوراپديخوا د بادغيس د پستې عوايد د غير مسوولو افرادو او وسله والو طالبانو جيبونو ته ځي .
د ابکمري سرپرست ولسوال صالح محمد بيګ رسنيو ته وويل، که څه هم په دې ولايت کې د پستې د ځنګلونو زياته برخه يې د وسلوالو طالبانو په لاس کې ده، خو د دې څخه ځينې زورواکان هم استفاده کوي او په وينا يې چې لږه ساحه د دولت په ولکه کې ده.
هغه زياته کړه، چې په دې سيمه کې ۲۸ زره هکتاره د طبيعي پستې ځمکه د وسلوالو طالبانو په واک کې ده.
ښاغلی بيک وايي، چې د ۱۳۷۰ مو کلونو په وخت کې د پستې دغه ځنګلات ۹۵ زره هکتاره ځمکه باندې وه، خو اوس مهال يواځې ۲۸ زره هکتاره ځمکه باندې پاتې دي، چې په دې هم طالبان حاکميت لري.
نوموړي وويل، چې په دغه سيمه کې د پستې د ونو د نه حفاظت له امله يې تعداد ورځ تر بلې کمېږي.
ويل کېږي، چې د يخنۍ په موسم کې د بادامو ځينې ونې د ولسي خلکو له لوري وهل کېږي او سوزول کېږي.
په ورته وخت کې د بادغيس والي محمد انور اسحاقزی وايي، چې د دغه ولايت پسته زيات عوايد لري او په وينا يې دوی له ولسي خلکو او دولت سره خبره کړې ترڅو د دې ونو په زياتولو او ساتلو کې ورسره مرسته وکړي.
بل پلو دبادغيس ولايت دکرنې رييس حفيظ الله بينش وايي، چې دکرنې رياست د سيمې له عالمانو او مخورو شخصيتونو سره دپرله پسې غونډو په بهيرکې يې دپستې د ځنګلونو د دفاع کميټه جوړه کړه چې د پستې دځنګلونو ساتنه وشي .
دابکمري ولسوالۍ اوسيدونکي عبدالباعث چې دپستې زيات ځنګلونه په دغې ولسوالۍ کې لري وايي، چې د پستې ټولې ځنګلي سيمې د وسله والو طالبانو په واک کې دي او دغه راز غير مسوول وسله وال کسان هم د پستې له عوايدو څخه ناوړه استفاده کوي .
د بادغيس ولايت د مقر ولسوالۍ د سنګ اتش د سيمې يو تن اوسېدونکي عبادالله چې د پستې د ځنګلونو د ساتنې په کميټه کې دی وايي، چې د پستې ځنګلونه د له منځه تلو په حال کې دي، که چيرې طالبان او يا دولت ورته جدي پاملرنه ونه کړي، ښايي له څو کلونو وروسته به نه ځنګل وي او نه هم پسته.



