کندهار: په وسلوال بريد کې د سيمه ييزو پوليسو قومندان وژل شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵کب ۱۴) صابر خپلواک
د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان د طالبانو په برید کې وژل شوی دی.
وژل شوی قوماندان عمرګل نومېږي او د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې یې د سیمه ییزو پولیسو په لیکو کې دنده لرله.
د ارغنداب ولسوالۍ یوې امنیتي سرچينې یاده پېښه تائيد کړې او ويلي يې دي، چې دغه پېښه یوه ورځ مخکې د دې ولسوالۍ په ناګهان سیمه کې رامنځته شوې ده.
بلخوا د وسلوالو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په لېږل ښوي پیغام کې ویلي، چې قوماندان عمرګل د دوی له خوا په نښه او وژل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې نن د کندهار ښار د لسمې امنیتي حوزې په ساحه کې په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازی معلم میرولي هم په یوه وسله وال چريکي برید کې ټپي شوی او دا مهال د کندهار په میرویس روغتون کې تر درملنې لاندې دی. د وروستي بريد مسئولیت هم طالبانو په غاړه اخیستی دی .



