الکوزی: د کورنیو چارو وزارت وروستي بدلونونه به امنیتي وضعیت لا خراب کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵کب ۱۴) الماس خدرخېل
د افغانستان د مشرانو جرګې د کورني امنيت کمېسيون وايي، په کورنيو چارو وزارت کې وروستي بدلونه به امنيتي وضعيت ښه کولی نه شي، بلکې لا به يې خراب کړي.
د دغه کمېسيون رئيس هاشم الکوزي ازادۍ راډيوسره په خبرو کې وويل، هغه کسان چې بل ولايت ته بدل شوي، نه امنيتي تجربه لري او نه هم د هغو ولايتونو له امنيتي او جغرافيايي موقعيت سره اشنايي لري.
هغه وويل، دغه مهم پوستونه هغه چاته ورکړل شوي، چې په دې برخه کې پخوانۍ تجربه نه لري او دا د خلکو په حق کې ستره جفا ده.
د ښاغلي الکوزي په وينا: (هغه کسان چې مخکې تر دې يې په خپلو دندو کې ناغيړې کړي، اوس ورته درنې دندې سپارل شوي چې دا به په ښه شکل سرته ونشي رسولی، ځکه چې دغه کسان د هغې سيمې له جغرافيايي موقعيت سره بلدتيا نه لري او نه شي کولی امنيتي حالت ښه کړي).
په کابل کې د وروستيو بريدونو وروسته د کورنيو چارو وزارت د کابل په ګډون د يو شمير نورو ولايتونو د امنيه قومندانانو او ځينې نورو پوستونو کې بدلون راوستو، چې د پولیسو د ۶۰۶ زون قوماندان حسن شاه فروغ يې د کابل د امنیه قوماندان په توګه وټاکلو.



