(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ کب ۱۹) محمد طاهر
امریکایې چارواکې وایي، چې اف بي آی او سي آی اې به د ویکي لیکس د نویو خپرو شویو اسنادو په اړه چې د امریکا استخبارات (سي آی ای) د جاسوسۍ له سافټ ویرونو څخه کار اخلي څیړنه وکړي.
د سه شنبې په ورځ ویکي لیکس زرګونه محرم اسناد خپاره کړل چې ادعا کېږي د هغو سافټ ویرونو جزییات دي چې سي آی اې په پراخه کچه ترې د کمپیوټري وسایلو هک کولو لپاره کار اخلي.
د ویکي لیکس په ادعا دا “سایبري وسلې” په کمپیوټرونو او ځېرکو ټېلفونو او همداراز په کورني توکو لکه ځېرکو ټلوېزیونونو او ان د انټرنیټ موډمونو کې د سي آی اې د نفوذ لپاره کارول شوي دي.
د ویکي لیکس د راپور له مخې، ددغو نفوذي سافټ ویرونو ځینې خپله د سي آی اې لخوا جوړ شوي، خو ویل کېږي چې د بریتانیا د کورنیو اطلاعاتو ادارې (ام آی فایف) هم پر سامسنګ ټلوېزیونونو د برید لپاره د جاسوسۍ یوه سافټ ویر په جوړولو کې رول لرلی دی.
د ویکي لیکس لخوا د دغو خپرو شوو اسنادو په اړه سپینې ماڼۍ، سي آی ای او اف بي آی تر اوسه د سموالي په اړه کوم غبرګون ندی ښوولی.
په ورته وخت کې د سي آی ای یوه ویاند بي بي سي ته ویلي، د امریکا خلک باید د ویکي لیکس هر ډول خپرو شوو اسنادو ته د خطر په سترګه وګوري، ځکه چې دا ډول افشاګرۍ د امریکا استخباراتي ادارو ته زیان رسوي، او زمونږ دښمنان په مطبوعاتي ډګر کې پیاوړي کوي.


















