(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ کب ۱۹) الماس خدرخېل
د چين حکومت وايي، چې شمالي کوريا دې له ايټمي ميزايلو له ازموينې لاس واخلي او په خبره يې امريکا او جنوبي کوريا دې هم ګډ پوځي تمرينونه بند کړي، ترڅو د کوريا په ټاپو وزمه کې وضعيت ارامه شي.
د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير وانګ يي خبريالانو ته وويل: (دواړه خواوې د ریل ګاډي په څېر، په سرعت د یوه او بل پرلور روان دي او یو لوری هم نه غواړي چې لوری بدل کړي).
شمالي کوريا د امريکا او جنوبي کوريا د ګډو تمريناتو نه يوه ورځ وروسته د اعتراض د څرګندولو په هدف په جاپان کې د امريکا پوځي مرکزونو ته ميزايل وار کړل.
بل پلو امريکا ويلي، چې په جنوبي کوريا کې به د ميزايلو نوی دفاعي سستم ځای پر ځای کړي، چې د دې ميزایلو نصبولو يواځې شمالي کوريا نه بلکې چين او روسيه يې هم په اندېښنه کې اچولي دي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت په ټولو اړخونو غږ کړی، چې د پوځي مداخلې ډډه وکړي او د مذاکراتو له لارې دا مسئله حل کړي.
شمالي کوريا يوه اوونۍ مخکې په يو ځل د څلورو بالستيک توغنديو ازموينه وکړه، چې دغه هېواد د ځينو هېوادونو له سخت غبرګون سره مخ شو.


















