تبصره
دوه کاله دمخه په ٢٠١٥م داکتوبر په درېېمه دکندز پر روغتون دامريکا او ناټو پوځونو هوايي ځواک بريد وکړ چې تر ٦٠زيات مريضان ،ډاکټران او دروغتون کارکوونکي پکې ووژل شول.
دغه ښار ېې پريوه داسې ماتم کې پټ کړ، چې په تير تاريخ کې دکندز ِښاريانو نه ووليدلی هغه دامريکا او دناټو د پوځونو هوايي بريدو، چې دکندز په روغتون ېې وکړ او تيره ورځ په کابل څلورسوه بستريز سردارمحمد داوودخان پر روغتون دامريکا پلی بريد دی، چې بيا ېې روغتون ته د درملنولپاره د ورغلو مريضانو جنازې له روغتونه وويستلې.
پرکندز پر شوي هوايي بريد نه د ملګرو ملتونو دامنيت شورا، نه د بشر د حقونو او نه د ښځو د حقوقو سازمان خواخوږي ښودله په هغه روغتون کې نارينه، ښځې او ماشومان ټول ووژل شول خو دا چې د امريکا او ناټو د هوايي ځواکونو لخواد کندز ښاريان په خپلو وينوکې ولمبول شول، حکومت هم له خولې سپڼ نه شواستلى.
اوس د سردار محمد داوودخان پر روغتون پلی بريد وشو، خو حيرانتيا داده چې دا بريدګر د روغتون دروازې او لوړو پوړونو پورې چې په بمونو او وسلو سمبال وو څرنګه ورسيدل؟ څرنګه هغه سيمې ته چې په کابل کې د امريکا د پوځونو اډې د شتون له امله تر ټولو حساسه سيمه ده دا وسله وال ورسيدل.؟
موږ په روغتون کې د پوځي او ملکي په موضوع خبره نه کوو او نه وايو چې دا د پوځ پورې تړاو لري اويا د حکومت د مامورينوپورې لکه په روغتون کې، چې د انسانيت پر بنسټ بې له کومه امتيازه ډاکټران درملنه کوي، موږ هم د انسانيت پر بنسټ د دې ستر ناورين په رامنځته کيدو د زړه له درده وايو، چې په افغانستان کې د هوايي او پلو بريدونو مسئوله امريکا ده، چې پرافغانانو ېې د بريدونو هوايي او ځمکنۍ زمينه برابره کړې ده.
دا مهال په افغانستان کې د جګړې دوه لوري دي، يو د حکومت مخالف وسله وال اوبل لوری د امريکا په مرسته حکومت چې مخالفو وسله والوپکې خپل لاس لرل ردکړي دي بيانو دابريد چا وکړ؟
او څوک د داډول بريد امکانات برابرولى شي ؟ امريکا چې پرکندز روغتون بريد وکړ او د نړۍ په درځنونو سازمانونوپرې سترګې پټې کړي دي.
په روغتون کې عیني شاهدانو د درېيو چاودنو غږونه اورېدلي، چې د ودانۍ په ۷ پوړ کې وو، دلته پوښتنه همدا ده چې په يوه حساس او د امنيتي ساتونکو په سيوري کې پټ روغتون ته تر اووم پوړه پورې بريدګر وسله وال څرنګه ورسيدل؟
افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) هم پر ۴۰۰ بستریز روغتون د برید غندنې ترڅنګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې “دا ډارن برید له بنسټه د انسانیت ترټولو ابتدایي اصولو ردول ښيي موږ خوترهرچا په سردار محمد داووخان پر روغتون د بريد خواخوږي يو اما يوناما نن ورځ دې بريدته دانسانيت د اصولو د ردولو بريد وايي موږ دواړو ته د انسانيت د ردولو بريد ويلى او ورته ېې وايو، په دې بريدکې هم بريدګرو انسانيت ردکړى او دکندز په بريدکې هم.
ناتوانه حکومت ته خو ددې ډول بريدونو ورسته يواځې خواخوږي پاتې ده او اوس خو ېې چارواکي وايي، چې غچ به ېې اخلو که په حکومت کې دافغانانو د وژنو د غچ اخيستلو توان وای موږ به څومره خوښ وو، اوس خو به په مليونونه روسانو او په لکونو امريکايانو او د ناټو پوځونوڅخه غچ اخيستل شوى وى، ځکه روسان هم د افغانانو د وژلو پسې راغلي وو او امريکان هم چې په يوه او بل نامه پرې بريدونه کوي او وژني يې.


















