(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ کب ۱۹) محمد طاهر
پاکستان د تورخم او چمن لارې د ۲ ورځو له خلاصیدو وروسته یو ځل بیا تر نامعلومې مودې پورې وتړلې.
له دریو اونیو راهیسې پاکستان دغه لارې تړلې وې؛ خو پاکستان ته د تللو افغانانو ستونزو ته په کتو سره، پاکستان د چمن او تورخم لارې د ۲ ورځو لپاره خلاصې کړې چې په دې لنډه موده کې (۲۴۰۰۰) افغانان چې قانوني اسناد یې لرل بیرته افغانستان ته راستانه شول.
ویل کیږي چې د پولې دواړو خواوو ته په زرهاو بارداره موټر چې له میوو او سبزیجاتوډک دي، بند پاتې دي او تجارانو ته پکې درانه تاوانونه اوښتي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونو مرستيال خان جان الکوزی وايي، چې د افغانستان او پاکستان د لارو بندېدو له امله د دواړو خواوو سوداګرو ته هره ورځ ۴ ميليونه ډالره زيان اوړي.
نوموړي وایي چې، د لارو بندېدلو يواځې افغان سوداګر نه دي زيانمن کړي، بلکې پاکستانۍ فابريکې، سوداګر او ترانسپورتران هم زياته برخه تاوان پرېکوي.
د الکوزي څرګندونې دا په ډاګه کوي، چې دواړو خواوو سوداګرو په تېرو ۲۱ ورځو کې ۸۴ ميليونه ډالره تاوان کړی دی.
په چمن کې د سوداګرانو ټولنې مشر دارو خان رسنیو ته ویلي، چې په ګرمۍ کې د افغانستان او پاکستان تجارت زیاتیږي ځکه چې له هغه ځایه په ګاډو او ټرکونو کې خټکي، انګور او انار راځي خو د یخنۍ په موسم کې بیا زیاتره مېوه او سبزیان له پاکستانه افغانستان ته وړل کېږي، ځکه چې مالټا او پټاټې خو د افغانستان له لارې مرکزي اسیا ته هم لېږل کېږي.
هغه زیاته کړه چې د لارو بندیدل به د پاکستان اقتصاد ته زیان واړوي.


















