(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ کب ۲۰) محمد طاهر
د ننګرهار د استناف محکمې د انسان تښتونې په دوو قضیو کې څلور تنه چې ۲ تنه یې په ۱۵ کاله او دوه نور يې په ۱۲ کاله تنفیذي بند محکوم کړل.
د ننګرهار د استيناف محکمې له لوري په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې دغه علني غونډه نن د ننګرهار د استيناف محکمې رئيس عبدالولي قاضي زاده په مشرۍ ترسره شوه.
د راپورونو له مخې قضايي پلاوي د قضيې د طرفينو په شتون کې تر معلوماتو وروسته د رايو په يووالي يو تن د انسان تښتونې په قضيه کې د انسان تښتونې د قانون شپږمې مادې پر بنسټ په ۱۵ کاله تنفيذي بند محکوم کړ. دغه راز د انسان تښتونې په يوه بله قضيه کې يو تن د انسان تښتونې د قانون د شپږمې مادې پر بنسټ په ۱۵ کاله او دوه تنه نور يې په ۱۲ ـ ۱۲ کاله تنفيذي بند محکوم شول .
قضایې پلاوي وویل، د دغو کسانو پر وړاندې شوې پریکړه وروستۍ نه ده کیدای شې تمییز پکې وشي.
په ننګرهار کې د مدني ټولنې مشر ډاکټر نعمت الله همدرد رسنیو ته ویلي، د استناف محکمې دغه پریکړه به د انسان تښتونې پیښې کمې کړي.


















