امريکا افغانستان ته ۹۴ جنګي الوتکې ورکوي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵کب ۲۱) الماس خدرخېل

د امريکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال جوزف ووټل وايي، چې د امريکا حکومت به په راتلونکې کې افغانستان ته د ۵۳ بلک هاک په ګډون ۹۴ الوتکې ورکړي.

نوموړي ويلي، چې د امريکا سنا مجلس ته يې يو وړانديز سپارلی چې پکې د ۸۱۴،۵ ميليون ډالره بوديجه شامله ده.

ويل کېږي، چې د امريکا حکومت به له دغو پيسوافغان هوایي ځواک ته درې پنځوس بلک هاک هيليوکفتر، دیرش MD ، ۵۳۰F جنګي هیلکوپتر، پنځه AC ۲۰۸ ډوله الوتکې او شپږ  A۲۹ جنګي الوتکې برابرې کړي.

ووټل د امريکا د سنا مجلس د پوځي خدماتو له کمېټې غوښتي چې د وړانديز شوې بوديجې طرحه دې زرترزره تصويب شي.

نوموړي په افغانستان کې د امریکايي پوځيانو د زياتولو په اړه وويل:که امریکا د طالب وسله والو ماتول غواړي نو نور تازه دمي عسکر دې دغه هېواد ته راولیږي.

د ناټو ائتلاف دا مهال په افغانستان کې ۱۳۳۰۰ پوځیان لري چې شاوخوا نیمایي یې امریکایي سرتيري دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button