زابل: دوه سيمه ييزو پوليسو خپل ۸ ملګري وژلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵کب ۲۱) الماس خدرخېل
د زابل ولايت په شينکه ولسوالۍ کې دوه سيمه ييزو پوليسو خپل ۸ ملګري وژلي او خپله وسلوالو طالبانو ته ورغلي دي.
د شينکه ولسوال قاسم ایوب رسنيو ته ويلي، چې په دغه ولسوالۍ کې دوه سيمه ييزو پوليسو خپل اته پوليس ملګري وژلي او خپله وسلوالو طالبانو تښتېدلي دي.
نوموړی زياتوي، چې بريدکوونکو له ځان سره وسلې او په پوسته کې نظامي توکي هم وړي دي.
بل پلو وسلوالو طالبانو ويلي، چې د دوی ۲ تنو نفوذي کسانو په سيمه کې اته پوليس وژلي او خپله له مهماتو سره د دوی سره يو ځای شوي دي.
له دې مخکې هم د افغانستان په امنيتي ځواکونو د طالبانو نفوذي کسانو خپل ملګري وژلي، چې وروسته يې د يو شمير مهماتو سره ځآنونه طالبانو ته وررسولي دي.
شاوخوا شل شپې مخکې هم د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار د دوهمې حوزې د سور ګودر په سیمه کې یوه پولیس خپل یوولس ملګري پولیس ووژل او خپله له وسلوالو طالبانو سره يو ځای شو، چې وسلوالو طالبانو يې د بريد مسئوليت په غاړه اخيستی و.



