چارواکي وايي، ننګرهار کې يې لس داعش وسلوال وژلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵کب ۲۲) الماس خدرخېل

د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د بهرنيو ځواکونو د هوايي بريدونو پر مهال لس پاکستاني داعش وسلوال وژل شوي دي.

د ننګرهار د امنيې قومندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال په وينا د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکو تېره ورځ د اچين ولسوالۍ په مامندرې سيمه کې هوايي بريدونه کړي، چې له امله يې د داعش ۳ پاکستاني غړي وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

په ورته وخت کې د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د دغه ولايت د نازيانو ولسوالۍ کې د ۷ داعش وسلوالو د وژلو خبر ورکړی دی.

نوموړي ويلي، چې دغه وسلوال يې په دوه بېلابېلو بريدونو کې له منځه وړي دي.

هغه زياته کړه، چې دغه بريدونه په سپينې ژۍ او لال منډيي سيمو کې ترسره شوي دي.

د داعش ډلې لا په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د دغه ولايت چارواکي وخت ناوخت په ننګرهار ولايت کې د داعش وسلوالو د وژلو خبر ورکوي، خو د سيمې اوسېدونکي وايي، چې په هوايي بريدونو کې هغومره داعشيان نه وژل کېږي لکه څومره چې دولت يې ادعا کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button