له دې وروسته به هوايي موټرو کې هم سفر کولی شی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵کب ۲۲) الماس خدرخېل
تر اوسه به مو په هوايي موټرو کې سفر نه وي کړی او دا به درته ناشونې ښکاري، خو د اييربيس کمپنۍ پلان لري، داسې موټر جوړ کړي، چې پرواز وکړی شي.
ريبوټ ته ورته په دې آله کې دوه داسې پورزې يوځای کېږي، چې يوه يې سيټونه لري او بله يې د پورته کېدو او ښکته کېدو وړتياوې لري.
ويل کېږي، دغه الوتونکی موټر به په ريموټ اداره کېږي.
دغه کمپنۍ وايي، چې د دې په خاطر دغه موټرونه جوړوي چې په لويو ښارونو کې د ټرافيکو ګڼه ګوڼه راکمه کړي.
دوی وايي، د پاپ په نوم دغه موټر به په ۲۰۲۱ کال کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.



