خپلواکي زموږ د درد دوا ده

لیکوال: خالد وزیروال

له تعصبه به سره تېر شو ټاپې او ښکنځل به هم یوې خواته کیږدو ، طالبتوب او اربکیتوب به هم شاته کړو د افغانیت له زاویې به یې په خپلو کې سره وشاربو د حق اوریدلو تاب به په ځان کې راولو او په لاندې څو پوښتنو او د هغې ځوابونه په سړه سینه ولولو په دغه پوښتنو خپل ذهن په کار واچوو بیا به پریکړه وکړو چې څه راته په درد خوري ؟ ازادي که بلکواکي؟ ، څوک زموږ رهبري کولای شي اوڅوک اصیل افغان دی؟
له مودو راهسې کوکارې وهو چې پاکستان زموږ دوښمن دی موږ نه پریږدي چې په پښو ودریږو ، ووړ او زوړ ښځه او نر مو دا چیغه باسي خو په دا پنځلس کاله کې موږ د پاکستان په خلاف کوم داسې قدم پورته کړ چې پاکستان ته یې ستر تاوان اړولی وي او د پنجاب ملا مو پرې راکړوپه کړې وي؟
نه هیڅ کله مو نه دی کړی او نه یې کولای شو ، ولې؟
ځکه موږ خپلواک نه یو
ددې حکومت نه مخکې څو حکومتونه تېر شول خو په هیڅ یو حکومت کې پاکستان دومره تجاوز په افغانانو نه دی کړی لکه په دا پنځلس کاله کې یې چې وکړ .
که دطالبانو حکومت ته وګورو د طالبانو په وخت کې یې څوک ثابتولای شي چې پاکستان په افغانستان توغنديز یا راکټيز برید کړی ؟ کله یې د تورخم دروازه بنده کړې ؟
هغه یو وار یې بنده کړې هم وه په هغې ټول ملت شاهد دی چې دروازه یې طالبانو په ټانګ پورې وتړله او له بېخه یې ورته وویستله .
دا اوس چې پاکستانیان کوم تجاوز په افغانانو باندې د پښتنو په خاوره پیښور کې کوي مخکې یې نه دي کړي
کله چې طالبان په یوه ولسوالۍ حمله وکړي نو امریکایان د عسکرو ملاتړ ته ورځي او په طالبانو بمبار کوي ځکه چې طالبان پنجابیان دي خو بیا بالعکس پاکستان په افغانستان توغندي راواروي په حریم یې هم راخیږي امریکایان ولې د هغه حقیقي پنجابیانو په خلاف د افغان عسکرو ملاتړ نه کوي او ولې یې نه بمباروي او آن تردې چې افغانان د امریکایانو ځانګړې اصلحه هم نه شي کارولای ولې ؟ ؟
که وجه یې د امریکایانو سره د پاکستان اړیکې خرابېدل وي نو بیا خو طالبان هم دوی پنجابیان بولي باید د طالب په بمبارولو هم د دواړو سیاسي اړیکې خرابې شي ؟؟
بله داچې افغان حکومت د طالب په خلاف خپل پوره امکانات کاروي جیټ ، چورلکه ، توغندي، توپ دیسي، سپیشل فورس، کومانډو، اردو ، پولیس اربکیان هرڅه کاروي ځکه چې دا پنجابیان دي خو بیا د حقیقي پنجابیانو لخوا چې پاکستان دی سلګونه توغندي راوتوغول شول افغان حکومت د راتوغول شویو سلګونو توغندیو څخه د یو توغندي ځواب هم ورنه کړ او که یې کله ورکوي هم نو له توپ دیسي نه پورته اسلحه نه کاروي او سرحدي پولیسو فقط جنګ کوي ولې؟ ؟
دا پنځلس کاله چیغې وهو چې د کنړ په سیند بند جوړوو په پاکستان اوبه بندوو نو څه شو دا بند ؟ ولې نه جوړیږي؟ که یې ځواب دا وي چې څوک یې نه پریږدي بیا نو دوی ځانته دولت ولې وایي چې ددې ملت ته ارامي او سوکالي نشي راوړلای او د یوه بند دفاع نشي کولای او که ځانته دولت وایي نو بیا په کار واچوئ خپل هغه امکانات مو کوم چې د افغان وژنې او ولس وژنې لپاره کاروئ هغه توغندي چې د کندوز ماشومان مو پرې تیکه تیکه کړل هغه تو پونه چې جوماتونه مو پرې وران کړل هغه ټوپک چې د جومات امام مو پرې شهید کړ هغه امکانات دلته وکاروئ او جوړ کړئ دغلته بند تاسې ته چې هر یو درمخې ته شو ویې ولئ په دا سر چې ټول افغانان یې وګوري چې دادی هغه پنجابی چې په بند یې حمله کوله او دبند مخه یې نیوله .
په طالب ولې هره ناوړه پیښه بې ثبوته تپئ؟ خو حقیقت دادی چې نه یې کوئ .. ولې؟
ځکه چې خپلواک نه یو ، دولت د ای ایس ای له غلامانو ډک دی امریکا ته هم چپلوسي کوي او له پاکستانه یې هم نغدوي او واک مو هم د اشغالګرو لاس کې دی نه مو بهرنۍ چارې خپلواکې دي او نه مو کورنۍ چارې ،
قسم دی که یو لوطي او زاني ته د سزا ورکولو توان هم لرو . قسم دی که دیو عادي فحش مخه نیولای شو ته ورشه یوه فاحشه که هرڅوک وي ویې وهه یوه څپېړه چې ته کوم ځای ته رسېږې ؟
د زنا هډې جوړې دي له دولت سره ثبت دي څوک یې په خلاف غږ نشي پورته کولای ځکه ددغو چارو تر شاه لاس د اشغالګرو دی
هرچاته یې له جیبه بانک جوړ کړی هرڅوک شخصي ګټو لیونی کړی ملي شتمنۍ په سیند لاهو شوې
دا پوښتنې له خیټیالوژي نه ځوابیږي چې ولس ته په سترګو کې خاورې وشیندو دا پاکستان دی او دا موږ نه پریږدي او دا دی او دا هغه دی … دا هغه پوښتنې دي چې ځوابېدلای شي په دې ځواب چې موږ خپلواک نه یو او دا لوبې به تر هغه جاري وي ترڅو چې راپاڅېدلي نه وو اشغالګرو مو وهلی نه وي، له هېواده مو شړلی نه وي او یو عظیم نعمت چې هغه ازادي او خپلواکي ده تر لاسه کړې مو نه وي
امید دی چې ددغو خبرو وروسته خپلې شخصي ګټې له پامه غورځولو سره او اسلامي او ملي ګټې په پام کې نیولو سره غور وکړو او خپل ځان لپاره داسې رهبران غوره کړو چې هغوی خپلواک وي او هدف یې په افغانستام کې خپلواک او اسلامي نظام او خپل کړیدلی ولس هوساه کول وي .
د سوکاله او خپلواک افغانستان په هیله

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button