د ولسي جرګې غړي: د ګډ حکومت د امنیتي ادارو مشران خاینین دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ کب ۲۳) الماس خدرخېل

د ولسي جرګې غړو نن د هېواد د امنیتي وضعیت د اروزنې لپاره ځانګړې غونډه وکړه او د هېواد د روان وضعیت په اړه یې بحث وکړ.

 د جرګې غړو پر حکومت غږ وکړ چې د هېواد د امنیت خوندیتابه ته دې جدي پاملرنه وکړي او د امنیتي ادارو په مدیریت کې دې بدلونونه راولي.

 په ورته وخت کې د ولسي جرګې ځينو غړو د ګډ حکومت د امنیتي ادارو مشران خاینان وبلل او زیاته یې کړه چې له خاینانو د هېواد د امنیت د ساتلو هیله بېځایه ده.

 د ولسي جرګې ګڼو نورو غړو هم، پر امنیتي ادارو نیوکې وکړې او هغه یې په فساد کې ښکېلې وبللې.

د جرګې يو شمير غړو په هېواد کې روان امنيتي وضعيت او نا امنيو د دوام لامل د امریکايي ځواکونو موجوديت وبللو او زياته يې کړه، چې د امريکا سره امنيتي تړون بايد لغوه شي.

د ولسي جرګې غړو همدار راز وويل، چې امریکا په افغانستان کې خپله لوبه مخ ته وړي او د پاکستان پر وړاندې هېڅ اقدام نه کوي او په خبره يې په افغانستان کې نا امنيو ستر لامل همدا بهرنيان دي.

ددوی په وینا په ولسي جرګه کې له امریکا سره دامنیتي تړون د لاسلیک پر مهال بېړه شوې او پارلمان باید دغه هوکړه بېرته لغوه کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button