په وزارتونو کې د فساد نوى وزارت

سرليکنه
تر اوسه پورې چې د افغنستان په اړه بهرنۍ رسنۍ خپل راپورونه وړاندې کوي پکې په افغانستان کې د اداري فساد او غبن ټوله ملامتيا پر افغانانو وراچوي. که خپله یې پکې هر څو مارې داړې کړې وي خو د پړې ګوته د افغان حکومت په لورې نيسي وايي د دې ټولو ناکاميو لامل حکومتي چارواکي دي؛ خو په لومړي سر کې بايد د فساد د کنترول لپاره يوه اداره جوړه کړل شي څو په کورنيو او دفاع وزارتونو کې ناسمې کړنې وڅاري.
په نورو وزارتونو کې يوولس ادارې جوړې شوې چې ټولې یې خپله په فساد اخته دي او د فساد د مخنيوي په نامه ادارو په جوړولو سره څارنوالانو او قاضيانو ته د رشوت په ورکولو کې يو څه اسانتياهم رامنځ ته شوه چې د تيرپه نسبت په زندانونوکې د زندانيانو دوسيې په اسانه سره خلاصيږي او هم د پخواپه نسبت څارنوالان او قاضيان په کمو ډالرو کارونه خلاصوي.
د اشرف غني د فرمان په اساس د ملي امنيت په پخوانى رئيس امرالله صالح د يوه نوي وزارت په رامنځ ته کولو سره چې د نوي وزارت وزير ټاکل شوی دى يو شمير دولتي او نادولتي مامورين خو ددې وزرارت سره اشناهم نه دي؛ خو د نورو دولتي پوستونو په څير یې چې نه یې ليدلي اوريدلې و دا وزارت به هم که یې څوک دوست زنداني شو دوسيه یې څارنوالۍ او بيا قضاته ولاړه وبه ېې پيژني.
اشرف غني په خپل فرمان سره په امنیتي سکټور کې د اصلاحاتو د چارو په برخه کې د دولت د وزیر او د دفاعي او امنیتي ځواکونو د جیګپوړو افسرانو په ټاکنه کې د څارنې د عالي بورډ د رئیس په توګه د امرالله صالح ټاکنه منظوره کړې ده چې ترډيره به یې پکې مقرر مامورين د خپلو دندو سره هم اشنا نه وي او که د لږې مودې وروسته یې خپله دنده وپيژنده او دواړه لاسونه یې په ډالرو کې خښ کړل شول بيا به ترمرګه له دې دندې لاس وا نه خلي.
په دولت کې مامورين د دغه پوست سره اشنا نه دي خو اشرف غني وايي چې دغه کار یې د اساسي قانون د ٦٤مي مادې د ١٣فقرې په اساس چې په يوه خارجې پوست سره ياديږي کړی دى او امرالله صالح ته یې يو نوې وزرات بل هم ورزيات کړی دى.
د امرالله صالح په پخوانۍ عقيده او فکر څه نه وايو ځکه چې دده په څير ډيری ياران او يا له ده ورهغه خوا د اسلام او ملت دښمنان په دولت کې کار کوي خو دومره ويلې شو چې د ملي امنیت دغه پخوانی رئیس او نوی ټاکل شوی وزیر په ۲۰۱۰ کال کې په کابل کې د لویې جرګې د خېمې په امنیت نیولو کې د پاتې راتګ له امله د پخواني ولسمشر حامد کرزي له خوا استعفا ته مجبور کړای شوی و.
موږ په حکومت کې د چا په مقررۍ ځکه انتقاد نه کوو چې حکومت ټول له انتقاده جوړدې که يوه نوې د انتقاد قابل پکې ورمقرر شي نو پرهغه ولې خپل نظر تنګي وکړو هسې هم د حکومت جاله په ګرداب کې راګيره ده.
دا يو شخص هيڅ نه شي کولاى که په دولت کې خپله دخيل ياران بيا چې د صالح سره دښمني لري او که د ملت سره ېې د دوستې په بنياد مخالفت کوي دومره یې مخالف دي چې وايي دفاع او کورنیو چارو وزیران او د ملي امنیت رئیس باید په خپلو کورونو کې کښېني، چې په کورنيو او دفاع وزارتونو کې بل نوې وزارت به د موجوده حکومت د دوام شپې ورځې نورې هم رالنډې کړي.
خپله په حکومت کې پر امرالله صالح نيوکه دا ده چې که په رښتیا دومره تکړه وي، بیا خو پکار وه چې د نوې چوکۍ د جوړولو پر ځای یا د کورنیو چارو یا دفاع وزیر ټاکل شوای وای او یا هم د ملی امنیت رئيس ګومارل شوی وای چې د هيواد د سلامتيا او ملي امنيت په برخه کې یې رغنده رول لوبولاى واى.
امرالله صالح دمخه د ملي امنیت د رئیس په توګه د خپل کار په دوره کې د امنیتي وضعیت د خرابوالي او د طالبانو د حملو په مخنیوي کې د پاتې راتلو په خاطر څو ځلې د ولسي جرګې له لوري استجواب شو اوس به یې يو ځل بيا په امنیتي سیکتور کې ټاکنه د یوه بل لوی کړکېچ او ګډوډۍ سبب شي چې ښایي په وزارتونو کې نوی وزارت به د فساد سره سره د پوځونو ماتې او تيښتې ته لاره برابره کړي.



