د حزب اسلامي سرچينې وايي: حکومت ورسره د سولې د تړون ډیری موارد نه دي عملي کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵کب۲۳) الماس خدرخیل
حزب اسلامي ته نږدې سرچينې وايي، چې حکومت ورسره د سولې تړون ډیری موارد نه دي عملي کړي، نو ځکه کابل ته د حکمتيار راتګ هم ځنډېدلی دی.
حکومت له حزب اسلامي سره د سولې په اړه د ۲۵ مادو يو تړون لاسليک کړ، چې له مخې يې دغه حزب ته قضايي مصونيت، په دوه مياشتو کې د حزب د سياسي بنديانو خوشې کول، د نصرت مېنې په ګډون په پاکستان او ايران کې ميشت افغان کډوال خپل هېواد ته په خپله خوښه ستنول او په هېواد کې ورته د استوګنې زمينه برابرول و.
خو د حزب اسلامي نږدې سرچينو پژواک ته ويلي، چې د پنځه مياشتو په تېرېدو لا هم د سولې د تړون ډيری موارد نه دي عملي شوي.
سرچينه زياتوي، د تړون له مخې بايد د حزب بنديان خوشې شوی وای، خو د دې پر ځای چې بنديان خوشې کړي، پر دغه تړون له لاسليک وروسته يې د حزب اسلامي شاوخوا۷۱ نور غړي تازه ونيول.
د حزب اسلامي يادې سرچينې وويل چې دغه کسان د حزب اسلامي د سولې د تړون د خوښۍ او مبارکۍ لپاره کابل او نورو ولايتونو ته راغلي وو چې د امنيتي ارګانونو لخوا نيول شوي دي.
حزب اسلامي وايي چې دوى حکومت ته د شاوخوا ٢٥٠٠ بنديانو لېست ورکړى چې تر اوسه يې له ژمنې سره سم هېڅ يو نه دى خوشې کړى.
حزب اسلامي دغه راز وايي، حکومت ورسره د تړون له مخې ژمنه کړې وه چې په دوو مياشتو کې به راستنو شويو کډوالو ته د اوسېدو زمينه او اسانتيا برابروي، خو تر اوسه په دې برخه کې هم هېڅ اقدام نه دى شوى.
سرچينه وايي: (( دولت موږ ته د کابل په يوه څنډه کې د غره په بېخ کې ځمکه په ګوته کړې وه، خو کله چې موږ لاړو، نو د سيمې اوسېدونکو راپسې ټوپکونه را ووېستل .))
په ورته وخت کې حزب اسلامي سره د سولې تړون د پلي کولو د کمېسيون وياند احمد فرزان وايي، چې د تړون يوه ماده په بشپړه توګه عملي شوې چې له مخې يې له تور ليسته د حکمتيار د نوم ايستل وه او د نورو په عملي کولو کار روان دی.



