د لونګو نهالونه

عرفان الله عرفاني
د زړه پر دښته مې ګلونه کرم
د حقيقي مينې تخمونه کرم
د تخيل په دنياګۍ کې ګرځم
پر ګودرونو چنارونه کرم
چې د پردو پر کروندو ګډ نشي
خپل نوي نسل ته فصلونه کرم
تږي نرګس ته وړم اوبه لپه کې
ځم د لونګو نهالونه کرم
آبادومه بيا د عشق ړنګ کلی
مات شويو زړونوته ټپونه کرم
ما د جُنُون بشپړ کتاب لوستی دی
د چم مئينو ته نازونه کرم
تيارې تړمه د رڼا په زنځير
د سپينوستورو مشالونه کرم
( عرفاني ) راکړه له معنی ډک توري
زه مې جانان ته غزلونه کرم



