عطانور: له عبدالله او اجرائيه رياست سره زما خط جدا دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵کب ۲۳) الماس خدرخېل

د بلخ والي او د جمعيت ګوند دارالانشاء ريیس عطاءمحمد نور په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې د ډاکټرعبدالله څخه ملاتړ لويه سياسي تيروتنه ووبلله او له دې امله يې له خلکو بښنه وغوښتله.

نوموړي د مارشال فهيم تلين غونډې ته د وينا پر مهال وویل (د لړم له نېش څخه د نامرد سړي نېش ډېر بد وي، عبدالله  جمعيت ګوند او خلکو باندې يې د نامردۍ نېش ووهلو).

هغه ډاکټر عبدالله په معاملو تورن کړ او زياته يې کړه چې نوموړی د خپلې څوکۍ په غم کې دی او په خبره (د عبدالله تر ټولو غټ کار معاش اخيستل او د سلاکارانو ټاکل دي).

هغه همداراز وويل، چې له دې وروسته د عبدالله سره هيڅ ډول معامله نه لري او زياتوي، چې له عبدالله او اجراييه ریاست سره زما خط جدا دی.

نور د ولسمشر سره له روانو خبرو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل، چې د نوروز په لومړۍ ورځ به يې پايلې اعلان کړي.

عطاء محمد نور اجراييوي رياست پېغور ورکړ چې د اداري اصلاحاتو پر رياست يې شخړه وکړه او له نادر نادري سره يې کلک مخالفت ښودلى و، خو اوس يې د معاملې له مخې په خپله   معرفي کړ.

عبدالله ويلي و، چې دغه رياست د جمعيت دی او هيڅکله به يې چاته نه پرېږدي.

هغه وايي، موږ تېروتنې کړې دي او اوس خپلې تېروتنې جبران کوو، د خلکو له حقوقو به دفاع کوو او چاته اجازه نه ورکوو چې  د خلکو پر برخليک لوبې وکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button