مشرانو جرګه: د هلمند او ارزګان سقوط ته انتظار يو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ کب ۲۴) الماس خدرخېل

د افغانستان د مشرانو جرګې په خپلې ننۍ غونډه کې د افغانستان د امنيتي وضعيت په اړه بحث وکړ او په افغان حکومت يې سخت انتقادونه وکړل چې د وسلوالو د ځپلو لپاره يې موثر پوځي عمليات نه دي ترسره کړي.

د مشرانو جرګې غړي وايي، د هوا په ګرمېدلو سره ممکن هلمند او ارزګان ولايتونه سقوط وکړي.

سناتور محمد حنيف وويل: ”سره له دې چې ولسمشر غني او اجرائیه ریئس د ارزګان او هلمند له خلکو سره ژمنه کړې وه چې دوی به په ژمې کې د طالبانو سنګرونه ماتوي، خو په خواشینۍ سره چې ژمې تېر شو او اوس اوړی را روان دی او دغه عملیات ونه شول او اوس په دې انتظار یو چې هلمند به کله سقوط کوي او ارزګان به کله سقوط وکړي.“

په غونډه کې د کندز، لغمان او يو شمير نورو ولايتونو د امنيت په اړه خبرې وشوې او له حکومته يې غوښتنه وکړه، چې دغې ولايتونو ته جدي پاملرنه وکړي.

تر دې مخکې افغان چارواکو ويلي و، چې په ژمي کې به د مخالفينو د ځپلو لپاره په بېلابېلو ولايتونو کې عمليات کوي.

د غونډې پر مهال د جرګې رئيس فضل الهادي مسلميار ژمنه وکړه، چې د دوی غوښتنې به د امنيت شورا په غونډه کې مطرح کړي.

په ورته وخت کې سياسي کارپوه عتيق الله امرخېل وایي، چې د ارزګان، زابل او کندز په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د وسله‎ والو طالبانو حضور دا ښيي چې راتلونکی کال به له امنیتي پلوه یو خونړی کال وي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button