ليوال: پاکستان د اوبو او سياسي اهدافو لپاره فشارونه زیات کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵کب ۲۴) الماس خدرخېل
د افغانستان د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت وايي، چې پاکستان پر افغانستان وروستي فشارونه د ډيورنډ کرښې د منلو لپاره نه بلکې د اوبو او نورو سياسي اهدافو لپاره زيات کړي دي.
د دغه وزارت سرپرست عبدالغفور ليوال رسنيو ته وويل، د پاکستان له لوري پر ډيورنډ کرښه ستونزې رامنځته کول او لړ نورې کړنې هغه څه دي، چې دغه هېواد يې د ټولو نړيوالو اصولو خلاف ترسره کوي.
نوموړي زياته کړه: ”په دې خاطر چې دلته نورې ګټې او نور هدفونه موجود دي، شاید د افغانستان اوبه له دې قضیې ډېرې مهمې وي، شاید په افغانستان کې له دې نه په مراتبو زیات سیاسي نفوذ ورته مهم وي، دا اوږد، ترورستي او سیمه ییز جنګ پر ډیورنډ کرښه ورتپل سمه خبره نه ده.“
د ليوال په وينا ځکه د پاکستان په وړاندې عکسل العمل نه ښکاروي چې دوی دواړه غاړې پراته قومونه خپل ولس ګڼي او په خبره يې، حکومت يې حقونو ته ژمن دی.
هغه همداراز وويل، د پاکستان له خوا راکټي بریدونه، د پولې تړل، د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د نویو تاسیساتو جوړول او یو شمېر نور فشارونه د ډیورنډ د فرضي کرښې د په رسمیت منلو لپاره نه، بلکې د افغانستان د اوبو او یو شمېر نورو سیاسي اهدافو د ترلاسه کولو لپاره دي چې افغانستان به په دې اړه د هېڅ چا فشار ته غاړه کېنږدي.
ښاغلي لېوال زیاته کړه چې پاکستان د ډیورنډ په کرښه کې د ستونزو د رامنځ ته کولو او پر کډوالو د فشار راوړلو له لارې یو خطرناک سیاست پر مخ وړي.
نوموړي وویل پاکستان هڅه کوي چې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته سیمې تخلیه او خپل شوم اهدف پکې پلې کړي.



