دلمريزې بريښنا بريښناکوټ

لاروى
په نړيواله کچه هڅه کيږي چې دلمر له انرژۍ پوره کار واخیستل شي څو داوبوپه وسيله له بريښنا څخه ګټه اخستنه کې مرسته وکړل شي په يوشمير هيوادونو کې داوبوڅخه په ډيرو ستونزو بريښناترلاسه کيږي ياېې اوبه کمې وي او ياېې په مناسب ځای کې پرچاوې نه وي جوړې شوې چې دهمدې ستونزوله امله ېې بريښنا دهغه هيواد ستونزو کې بشپړه مرسته نه شي کولاې.
او س په نړيواله کچه دا هڅې روانې دي چې دلمر څخه په ترلاسه کيدونکې بريښناکې هم پراخوالى راشي او دومره لمريزه بريښنا کوټ کړل شي چې داوبور دبريښناپه څير هر وخت دغوښتنې برابر تر ې کار واخیستل شي.
دهند انجينرانو هڅې پيل کړي دي چې په يوه لوی لمريز بريښناکوټ سره په هغه هيوادکې شته ستونزې حل کړي په هند کې تراوسه پورې لرو پرتواو غريبو سيمو کې پوره بريښنا نه ليدل کيږي په هند کې داډول سيمې هم شته چې پکې ميشت اوسيدونکي دانساني خدمتونو څه چې دڅاروو ته دبرابروونکو اسنانتياوو څخه هم محرومه دي .
دهند حکومت غواړي دخپلو وګړو څخه دلګښتونو په سپما دنورې نړۍ سره سيالي سرته ورسوي دانه ده څرګنده چې دهند حکومت به دلمريزې بريښناڅخه بريښنا کوټ لومړې دخپلو وګړو دکورونو دروښانه کولو لپاره جوړوي او که به ېې دنورو هيوادونو سره دسيالۍ په کولو کې دمرستې په خاطر جوړکړي .
که دهند انجينيران دلمريزې بريښنا په بريښناکوټ جوړولو وتوانيدل نو کيداې شي په نورو هيوادونو او هم په شخصي توګه دلمريزې بريښنا څخه بريښناکوټونه جوړکړل شي .
دهندې انجينيرانو په وينا داوبودبرښنا په پرتله دلمريزې بريښنا څخه ګټه اخستنه يو څه ستونزمنه ده او هغه پدې دليل چې دلمريزې بريښنا ديوه ميګاواټ قوت داوبودبريښنا دنيم قوت څخه هم کمزورې دي چې دلمريزې بريښناڅخه په بريښناکوټ زيات لګښت راتلاى شي.
دامهال په هند کې شپږ شرکتونه پدې کارکوي چې له لمريزې بريښنا بريښناکوټونه جوړکړي.



