تښتول شوې استرليايۍ ميرمن په کابل کې خوشې شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ کب ۲۵) الماس خدرخېل
د اسټراليا د بهرنيو چارو وزارت له لوري په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويل شوی، له کابله تښتول شوې اسټراليايۍ مېرمن خوشې شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه مېرمن تېر کال په نومبر مياشت کې د کابل ښار د لسمې حوزې په مربوطه ساحه کې د خپل کور له مخې د وسلوالو له لوري وتښتول شوه.
يادې سرچينې د دغې ميرمنې د خوشې کولو خبره کړې او وايي چې د هغې کور ته په دې اړه معلومات ورکړل شوي دي.
بل پلو د کابل د امنيه قومندانۍ د جنايي رياست يوې سرچينې پژواک ته تائيد کړې، چې يوه بهرنۍ مېرمنه تېره شپه د کابل ښار د لسمې حوزې له مربوطاتو څخه خوشې شوې ده.
د يادنې ده، تېر کال له جلال اباد ښار څخه هم يوه اسټراليايۍ مېرمنه تښتول شوې وه چې وروسته بیا خوشې شوه.
بايد وويل شي، د کابل امريکايي پوهنتون دوه استادان چې يو يې اسټراليايي دی د وسلوالو طالبانو له لوري تښتول شوي خو تراوسه يې برخليک ن دی معلوم.
ويل کېږي، په دغه استادانو طالبان د خپلو هغه نيول شويو ملګرو چې د افغانستان په زندانونو کې دي تبادله او خوشې کول غواړي.



