په وسلوال بريد کې د کابل د اتمې حوزې مرستيال وژل شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵کب۲۵)الماس خدرخیل

په يوه وسلوال بريد کې د کابل ښار د اتمې امنيتي حوزې مرستيال شريف الله وژل شوی دی.

تېره شپه وسلوالو د کابل ښار په سويل کې د لوګر پر سړک پل سفېد سيمه کې د پوليسو پر پوسته بريد وکړ، چې له امله يې د اتمې حوزې مرستيال شريف الله او پنځه پوليس ووژل شول.

د بريد مسئوليت طالبانو په غاړه اخيستی او ویاند يې ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې ياده پوسته يې په مکمله توګه له پوليسو ونيوله.

مجاهد وايي، چې له بريد وروسته د دوی ملګرو د پوليسو وسلې او يو شمير مهمات هم له ځان سره وړي دي.

وړمه شپه هم پل سفېد ته څېرمه بني حصار سيمه کې دوه پوليس امنيتي پوسته کې د تالاشۍ پر مهال د طالبانو په بريد کې وژل شوي وو.

په دې وروستيو کې د کابل او کندهار ښار په ګډون د هېواد په ځينو لويو ښارونو کې د وسلوالو طالبانو وسلوال چريکي بريدونه ډير شوي، چې وخت ناوخت پکې امنيتي کارمندان او دولتي چارواکي په نښه کېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button