افغانستان کې ۱،۳ ميليونه جريبه ځمکه غصب شوې

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ کب ۲۵) الماس خدرخیل

په افغانستان کې د ځمکې خپلواکه اداره وايي، چې د دوي د څېړنو له مخې د هېواد په ديرشو ولايتونو کې ۱،۳ جريبه ځمکه غصب شوې ده.

د دغې ادارې وياند حسين رحماني په کابل کې خبريالانو ته وويل، يوځې د افغانستان په څلورو ولايتونو کې ځمکه نه ده غصب شوې او په خبره يې په پاتې دېرشو ولايتونو کې په پراخه کچه د ځمکو د غاصبينو له لوري دولتي ځمکې غصب شوي دي.

هغه زياته کړه، چې د وړو او لويو غاصبينو يو لست هم په لاس کې لري چې ټول ۱۵۸۳۱ غاصبين دي او په خبره يې چې واړه غاصبين هغه چې يو کور يا پټی يې جوړ کړی او داسې هم شته چې شل زره جريبه ځمکه يې غصب کړي وي.

هغه وویل، چې د غاصبينو له لوري يې د ادارې کارکوونکي وهل شوي او حتی چې ډزې هم پرې شوي دي.

رحماني وايي، چې د ولسمشر د ۱۳۹۱کال د فرمان له مخې دوی اړ وه چې د غصب شويو ځمکو اندازه د کره شميرنې له مخې معلومه کړي.

يواځې په ننګرهار کې په غصب شوې ځمکه کې درې لوی ښارګوټي په خپل سر غیرقانوني جوړ شوي،چې یو یې سیاسنګ، بل یې قاسم اباد او دریم هغه یې د شېرزي جوړ شوی دی.

د ننګرهار د مدني ټولنې يو غړي کابل ټکی کام ته وويل، چې په دغه ولايت کې د ګل مراد په نوم يو کس د کابل هډې تر څنګ دولتي ځمکه پلورلې او ډيرو خلکو پکې ودانۍ جوړې کړي دي.

د هېواد ډيری اوسېدونکي وايي، چې په غصب شويو ځمکو کې د لوړ پوړي چارواکي او هغه خلک لاس لري،چې په حکومت کې دننه لوړې څوکۍ لري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button