افغان کرکټ لوبډلې ايرلنډ ته ۲۹۳ منډو هدف وټاکه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵کب۲۵) الماس خدرخیل

په لومړي سر کې محمد شهزاد ډېره ښه لوبه پېل کړه، چې په ٤١ باله يې ٤٣ منډې وکړې.

رحمت شاه راو نور علي ځدراڼ دواړو په شريکه لوبه مخکې بوتله او ډېره ښه لوبه يې ترسره کړه نورعلي پنځوسيزه پوره کړه رن اوټ شو.

ورپسې اصغر ستانکزى راووت، په ١٥ باله يې لس منډې وکړې.

رحمت شاه ډېره خوندوره لوبه وکړه او په ٩٢ باله يې ٧٨ منډې ترسره کړې، چې پکې يې ٣ شپږيزې او ٤ څلوريزې هم ووهلې، خو د يو شاټ وهلو په هڅه کې، د اوبراين په بال ډوکريل کېچ کړو او خپله وېکټه يې له لاسه ورکړه.

حشمت الله شاهدي او سميع الله شينواري لوبه په مخ بوتله، دواړو ښه لوبه وکړه، شاهدي په ٣٢ باله ٣٢ منډې ترسره کړې.

او له هغه وروسته سميع الله شينواري هم خپله وېکټه له لاسه ورکړه، چې په ٢٢ باله يې ٣٠ منډې وکړې، ٢ شږيزې او ٢ څلوريزې يې هم ووهلې.

محمد نبي او ګلبدين نايب لوبه پر مخ بوتله، خو ګلبدين نايب خپله وېکټه له لاسه ورکړه او د چيز په بال پورټيفيلډ کېچ کړ. محمد نبي په ١٩ باله ٣٤ منډې وکړې، چې پکې ١ شپږيزه او ٣ څلوريزې ووهلې او ناټ اوټ پاتې شو. دولت ځدراڼ هم ناټ اوټ پاتې شو.

افغانستان په پنځوس اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوزېدلو ٢٩٢ منډې وکړې او ايرلېنډ ته يې د ٢٩٣ منډو هدف وټاکه.

تردې مخکې، افغانستان د ايرلېنډ نه د شل اوريزو لوبو سيريز وګټلو، چې درېواړه لوبو کې يې بريا ترلاسه کړې وه

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button