د یونان په کمپونو کې کډوال ماشومان د ځان وژنې هڅې کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵کب۲۶) محمدطاهر

د ماشومانو د خوندیتوب نړیواله اداره (سیو دي چلډرن) پرون د چهارشنبې په ورځ په یو راپور کې وئیلي چې په یونان کې د مهاجرو په کمپونو کې خلک له ډیرو زیات ستونزو سره مخ دي ، چې په دې کې ځیني ماشومان د ځان وژلو هڅي کوي او ځیني په نشئي توکو اخته شوي.

د سیو دي چلډرن اداره وایي چې تر ټولو زیاته د اندیښنې وړ خبره په دغه کمپونو کې د ماشومانو د ځان د وژلو کوښښونه دي.

دلته حتی یو نهه کلن ماشوم د ځان وژلو کوښښ کړیدی.او یو بل دولس کلن ماشوم د ځان د وژلو د هڅې ویډیو ثبت کړې ده.

د ماشومانو د خوندیتوب د ادارې دغه راپور وایي چې د یونان د کمپونو حالت بیخي زیات خراب دی. دلته کې پناه غوښتونکي د یوې کمبلي، د خوب لپاره د لږ وچ ځای د خوراک او د اوبو تر لاسه کولو لپاره ډیري زیاتې هڅي کوي چې د هغې په نتیجه کې په کمپونو کې د پرتو مهاجرو تر منځ نښتي او جنگونه هم کیږي.

په ٢٠١٥ کال کې د سوریې، عراق او افغانستان نه شاوخوا یو ملیون پناه غوښتونکي د ترکیې نه یونان ته اؤښتني دي چې اروپا ته لاړ شي. تیر کال د مارچ په شلمه نیټه اروپایي اتحادیې د ترکیې سره یوه موافقه لاسلیک کړه چې هغه پناه غوښتونکي چې اسناد ونلري بیرته ترکیې ته ولیږل شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button