د پاکستان سرشميرنه کې افغان کډوال هم شميرل کېږي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵کب۲۶) الماس خدرخیل
په پاکستان کې له ۱۹ کلونو وروسته يو ځل بيا د دغه هېواد د خلکو شميرنه کېږي.
چارواکي وايي، چې د سرشميرنې لپاره يې ۳۰۰ زره مامورين ګمارلي، ترڅو په دوه مياشتو او لس ورځو کې د سرشمیرنې بهير سرته ورسوي.
چارواکي وايي، په ټول پاکستان کې يې د امنيت د ټينګولو لپاره دوه لکه پوځيان ځای پرځای کړي دي او دا وظيفه يې ورکړې چې خلک له فشار پرته خپل اړوند معلومات د سرشميرنې مامورينو سره شريک او په فورمو کې وليکي.
د چارواکو په وينا په دغه شميرنه کې به د افغان کډوالو تر څنګ، بهرني ديپلوماتان او نرښځيان هم شميرل کېږي.
تېره ورځ د دغه هېواد د احصايې کمېسيون رييس اصف باجوه رسنيو ته وويل: (لدې پرته چې ستاسو ملیت څه دی، څه حالت کې یاست، که تاسې یو غیر قانوني بهرنی وګړي یاست، که تاسې قانوني اوسیدونکي یاست او یا په خټه پاکستاني یاست نو ټول به شمیرل کیږئ).
۱۹ کاله مخکې پاکستان سرشميرنه کړې وه، چې هغه وخت يې نفوس ۱۸۰ ميليونه ښودل شوی و.
د پاکستان تر ټولو لوی ښار کراچۍ په ګډون د خيبرپښتونخوا او ځينو نورو سيمو کې د سرشميرنې مامورينو کور په کور شميرنه پيل کړې ده.



