امين كريم: په افغانستان كې د نړيوالو ځواكونو پر وړاندې مقاومت کول مشروع دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ کب ۲۶) عبدالهادي همت
د حزب اسلامي د مركچي پلاوي مشر محمد امين كريم وايي، په افغانستان كې د نړيوالو ځواكونو حضور غيرقانوني دى او پر وړاندې یې مقاومت کول مشروع دی.
امین كريم د افغانستان د سولې او نجات د شورا په يوه غونډه كې د خبرو پر مهال وویل چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو حضور غیر قانوني دی او ملګرو ملتونو هم تر اوسه په افغانستان كې د دغه ځواكونو د حضور په اړه کوم جواز نه دى صادر كړى.
د حزب اسلامي د مركچي پلاوي مشر د آيساف ځواكونه له دې خبرو مستثنى وبلل او ویې ویل چې د هغوى حضور په افغانستان كې د نړيوالو معاهدو پر بنسټ قانوني دى.
کریم همداراز وویل چې حزب اسلامي به له افغانستان څخه د بهرنيو ځواكونو د وروستي سرتيري تر وتلو پورې د دغه ځواكونو پرضد له سياسي لارې خپلې مبارزې ته دوام وركوي.




وائې چې په چرسیان چیرته په یوه داسې خونه کښې شپه راغله چې دړه ئې نلرله او دسړو موسم وو له مزریو څخه اوبدل شوی کټ ئې تر سترګو شو نو هغه ئې را واخست او د د ړې په ځای ئې ودرولو اوبیا ئې ملګري ته وویل چې څرنګه فرق ئې وکړ کنه ؟ هغه په ځواب کښې وویل هو ولې نه ډیر فرق ئې وکړ: نن انجنیر صاحب هم هغه دچرسیانو خبره کړې ده ، خو زه نه پوهیږم چې دغه خلک عمدا داسې کوي که عقل او شعور نلري پرون ئې همدغه دامریکایانو یا ددوی په ژبه دپردیو یرغلګرو په لاس جوړ حکومت تسلیم او په ټوله معنا ئې قانوني وبللو، او له خپل لورې ئې د دغه پردي اولاس پوڅي حکومت په ننګه دلس زره لښکر میدان ته را ایستلو لافې شافي وکړې، او اوس بیا دپردیو په مقابل کښې مقاومت مشروع بولي، هغه یرغلګر چې سر لاری ئې امریکا دی هغه ته کله په جواز او کله په عدم جواز خوله خلاصه وي او خپله تر نن پوري دهغو په رزق شخوند وهي ، هغه کمونستان چې پرون ئې دهغو په ضد جګړه مقدس جهاد بللو نن دهغو تر قومندې لاندي په ډیر ویاړ مسلمانان وژني که انجنیر کریم او دهغه بناډ نني واکمن پرچمیان لکه متفکر ، أتمر ، علومي ، ستا نکزی او وزیري ، اونور پاتې شوني نه پیژني نو ولاړ دي شي د هغو شهدانو الوادونه دي وپوښتي چې پلاران ئې پدې چرم شهیدان شوي دي چې اخوانیان دي، دأتمر په هکله دي د کمونستانو دا توري په ژبه تکرار کړي چې دیوه مظلوم زنداني څخه به ئې د اقرار آخسلو په موخه ویل [ رفیق ته أتمر ته ئې په لاس ورکړی] او دأتمر په تحقیق کښې زنداني یا سا ورکوله او یه به ئې دهغه د ویلو سره سم هرڅه منل ، نه پوهیږم چې دحیا او غیرت چیرته کډه وکړه ولې دا خلک په ژوند دومره مین شول چې له دین او دیني أرزښتو څخه تیریږي، انجنیر کریمه نن تاسو افغانانو وپیژندلی دا مکر او دغه دوه مخي مو نور کار نکوي بس نور دڅو ورځو لپاره تاسو هم دغلامي طوق غاړي ته واچوی او دنیا تر لاسه کړی دغه مو موقع ده ، بیا به مو څوک داخوان المسلمین په درغجنو نعرو او شعارونو دوکه نشي ، لعنت پداسې مزب زبه عقیده او دریځ ، لعنت پد اسې آزادی خواهي چې د دین له دائره څخه پکښې ووتی ،……..