د سترګو د لید تیزونکي کارونه

بریال عاطف
روغتیا پوهان وایي چې د لاندې کارونو په کولو سره د سترګو لید (نظر) تیزولای شو.
په توره شپه کې پر دواړو سترګو باندې لاسونه کیږدئ خو سترګې مه (پټوئ). له یوې بیا تر ۲ دقیقو پورې په دې حالت کې واوسئ.
شي (راسته) او چپ (کیڼ) لورې ته په حرکت ورکولو سره د سترګو پر لید باندې ښه اثر پریوځي. سترګي شي او چپ اړخ ته واړوئ. هره ورځ ۳ دقیقې دا ورزش کوئ.
سترګې د ۳ دقیقو لپاره ښکته او پورته کړئ.
د سترګو تر کونج (ګوښو) وګورئ. هر ورځ د ۲ دقیقو لپاره دا کار کوئ.
له خپلې پوزې نه ۲۰ یا ۳۰ سانتي متره لیرې خپله ګوته ونیسئ او د ۳ دقیقو لپاره ورته وګورئ.
د خپلې پوزې ښکتې خوا ته د ۳ دقیقو لپاره وګورئ.
لس وارې (ځله) سترګې په داسې ډول سره پټې کړئ لکه یو چا چې په زوره درباندې پټې کړې وي.



