خوږو ته خواږه ترخو ته ترخه

اراده ملی:

د امنيتي مسئولينو استجواب او استيضاح هسې فرصتونه ضايع كول دي

کابل ټکی کام:

نو کوم په داسې فتوحاتو مصروف دي چې فرصتونه به یی ضایع شی، هغوی خو یواځې ورځې شماري او خپل معاش اړوي او بس.

ویسا:

دلته بهرنيان د خپلو موخو لپاره پراته دي

کابل ټکی کام:

او موخې یې معلومې دي چې د اسلام له مینځه وړل او پر ځای یې دموکراسي ځای پر ځای کول دي.

هیواد:

آيا د لندن له ناستې څه تمه كېداى شي؟

کابل ټکی کام:

هو ولې نه؟ د بادار په غیږ کې ناستې حتما پایلې لرلای شي

اصلاح:

د امنيتي مسوولينو استيضاح؛ كه د امنيتي تړون سپيناوى!

کابل ټکی کام:

او که د امنیتي مسولینو د ماتې سپیناوی؟

طالبانو ته نږدې سرچينه:

حكومت غواړي د قطر له دفتر سره نېغ په نېغه خبرې وكړي

کابل ټکی کام:

ځانونه پر امریکایانو ساتي او خبرې نیغ په نیغه کول غواړي؟ ! داده عجیبه لوبه دادی عجیبه انصاف

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د درالانشاء رئیس:

په راتلونکو ټاکنو کې له بایومټریک سیسټم څخه کار اخلو

کابل ټکی کام:

تر اوسه ستن نشې جوړولای او خبرې د بایومټریک کوي. آخر شرم هم لږ ښه شی دی.

ماندګار:

عکس العمل وکلا در مورد سپردن مکاتب افغان- ترک از سوی حکومت افغان به دولت ترکیه:

با سپردن این مکاتب به دولت ترکیه کیفیت آن از بین خواهد رفت

کابل ټکی کام:

بخاطریکه نصاب سکولرستی ګولن به یک نصاب اسلامی رجب طیب تبدیل میګردد. و به نظر این وکلاء محترم غلام صفت، نباید اینچنین شود.

ګلوب اینډ میل ورځپاڼه:

داعش د افغانستان او سیمې ثبات له ګواښ سره مخامخ کړی

کابل ټکی کام:

خو د ټولې نړۍ ثبات چا له ګواښ سره مخ کړی؟؟؟ یعنی داعش سیمه ایز ګواښګر او امریکا نړیواله ګواښګره.

شماری از اعضای مشرانو جرگه:

امریکا تنها نظاره ‌گر خونریزی در افغانستان است

کابل ټکی کام:

نخیر! نه تنها نظاره ر بلکه لذت گرنده نیز.

ویسا:

ملي مسألې ګډ دريځ او روښانه ادعا غواړي

کابل ټکی کام:

نوازشرف غني بیا ولې بیل ډول وهي، عبدالله بیل او معلم عطا بیل؟ او بالآخره د ټولو ادعاګانی پوچ او درواغ، نو څنګه به دا حکومت ملې مسئلو ته د حل لارې ولټولای شي؟؟؟

ویسا:

كمزورى حكومت او په مخ كې يې پرتې ننګونې

کابل ټکی کام:

د غلامو حکومتونو خو همدا خصلت وي.

د يو سرتېري د غوښتنې ځواب:

بد دې كول چې اردو ته راتلې!

کابل ټکی کام:

هندو ستړی خدای نا راضه.

ویسا:

د لندن په منځګړيتوب د افغانستان او پاكستان ترمنځ مذاكرات

کابل ټکی کام:

چې دوه مسلمان ملکونه د یوه کافر ملک په ساطت مذاکرات وکړی نو نتیجه به یی څه وی؟

۸صبح:

چرا تکرار فاجعه؟

کابل ټکی کام:

بخاطریکه اصل مفاد در تکرار فاجعه ها میباشد.

روسيې ته د حنيف اتمر سفر ريښتيا اندېښنې لرې كړې؟

کابل ټکی کام:

بلې! ځکه چې حنیف اتمر د پوتین په پښو کې پریوت، اندییښتنی به څنګه نه لرې کیږي.

د هلمند دیني عالمان:

د دولت وسله وال مخالفین دې سوله وکړي

کابل ټکی کام:

کنه نو د هلمند د شئون اسلامي پر عالمانو د کوپون او ډالرو د بندیدو خطره ده.

د ملي امنیت شورا:

که پاکستان لارې خلاصې نه کړي وروستي اقدامات به مو د دوی په زیان وي

کابل ټکی کام:

آفرین والله! که جنګ نشی کولای باټي غټي  خبري خوکولای شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button