اسلامي نړۍ ولې خپل ګټلی عظمت بایلود؟!

لیکنه: محمد عمر حماد

د اسلامي نړۍ دښمنانو (کفارو) هغه دوه ستر عوامل درک او وپېژندل چې له کبله یې کولای شول پر مسلمه امت باندې غالب او هغوی (مسلمانانو) ته ماتې ورکړي. هغه دوه ستر عوامل عبارت دي له:

۱: د مسلمانانو فکر او ذهن له قرآن او قرآني احکامو څخه غافل کول.

۲: د مسلمانانو منځ کې تفرقه او جدائي راوستل.

زه د خپلې مدعا د اثبات لپاره لاندې قرآني آیت وړاندې کوم:

(وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا)

[آل عمران۱۰۳]

ژباړه: ټول يو ځاى شئ، د الله رسۍ كلكه ونيسئ او تيت و پرك کېږئ مه.

پورتني آیت شریف کې الله تعالی ټول مسلمه امت ته د دوه اساسي خبرو حکم کړی دی، لومړۍ دا چې د الله تعالی په محکمې رسۍ (قرآن) باندې منګولې خښې کړئ، دوهم هغه یې له خپل منځي اختلافاتو څخه مخ اړول دي.

خو بدبختانه چې د اسلام دښمنانو تر وروستي بریده کوښښ وکړ او لا یې هم کوي چې مسلمه امت د مختلفو شیطاني او دجالي دسایسو پر مټ له قرآن او قرآني احکامو څخه غافل او بې پروا کا او د ژبنیو، نژادي، سمتي، مذهبي او قومي تعصباتو په وسیله یې په خپل منځي اختلافاتو کې ښکېل کړي.

مسلمه امت که غواړي چې یو ځل بیا خپل بایللی عظمت وګټي او یو ځل بیا د نړیوال اسلامي قیادت څښتنان شي نو باید پورته دوه مهم قرآني اصول پر ځانونو تطبیق کا. یعنې پر قرآن منګولې ولګوي، احکام یې تطبیق کا او له امت ټوټه کونکو خپل منځي اختلافاتو څخه لاس واخلي.

ـ پورته ارمان ته رسېدل ستره قرباني او سپېڅلې مبارزې ته اړتیا لري، داسې اسلامي مبارزه چې له الهي وحې څخه خړوبیږي او د رسول صلی الله علیه وسلم پر منهج برابره وي.

وَمَا عَلَيْنَآ إِلَّا الْبَلٰغُ الْمُبِينُ!

د نړیوال او خپلواک اسلامي قیادت په هیله!

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button