عراق : د امریکايي الوتکو بمبار کې ۲۳۰ ښځې او ماشومان وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وری ۴) محمد طاهر
د عراق په موصل ښار د امریکایي ځواکونو په تازه بمبار کې چې د عام ولس د وینو لښتي يې وبهول ۲۳۰ کسان وژل شوي او له ۱۰۰ زیات پکې ټپیان شوي، په وژل شوو کې اکثره ښځې او ماشومان دي.
یوې امنیتې سرچینې ویلې، په یوې لوې ودانۍ کې د سیمې ښځې اوماشومان سره یو ځای شوي و، چې امریکایي الوتکو پرې بمبار وکړ او تر ۲۰۰ ښځې او ماشومان پکې ووژل شول، دغې پېښې امنیتې چارواکې هم پریشانه کړي.
یاده سرچینه زیاتوي، د وژل شوو کسانو زیات جسدونه د خاورو له انبارونو راویستل شوي، خو اوس هم ډیرې ښځې او ماشومان بند پاتي دي.
دغه سرچینه وايي، امریکايي الوتکو نه یواځې دغه کور بمبارکړی بلکې له ۳۰ ډیر نور کورونه يې هم بمبار کړي دي چې ټول د ملکې خلکو کورونه و.
ملګرو ملتونو هم د دغه خونړي برید خبر ورکړی او ویلې دي، چې د پېښې ټول قربانیان ښځې او ماشومان دي.
عراقي چارواکې وايي، مونږ امریکايي ځواکونو ته ویلي و، چې دغه سیمه کې ټول ملکي وګړي ژوند کوي، خو هغوي بیا هم همدغه سیمه تر برید لاندې راوسته.



