رباني په کوم صلاحیت د بهرنیو پوځیانو غوښتنه کوي؟

موسی مهاجر
کله ناکله چي کوم خپلواک هیواد له بهرنیو هیوادونو څخه پوځي مرستې او پوځیان غواړي، هغه د دوو اړخیزو تړونونو پر بنسټ ترسره کیږي، چي ملت به ورسره همغږی وي او د دواړو لوریو مسوولیتونه او او دندې به پکې مشخصې کیږي، د بهرنیو پوځیانو حدود معلوم وي، د فعالیت ډول او کړه وړه يې څرګندوي او موخي یې هم جوتې وي.
همداراز دغه هیواد ددې حق هم ځان ته ورکوي، چي کله هم وغواړي بهرني پوځیان له هیواده ایستلی شي، دا د هیڅ چارواکي، سیاستوال او یا هم ولسمشر صلاحیت نه دی، چي د کانفرانسونو یا مرکو له لاري له یوه بهرني هیواده پوځیان او یاد پوځیانو زیاتېدل وغواړي.
خبره تر صلاح الدین رباني را یاده شوه، چي دی په کوم صلاحیت د بهرنیو پوځیانو د زیاتېدلو غوښتنه کوي؟
رباني د لړم په میاشت کي د رژيم اړوند ولسې جرګې له لوري سلب صلاحیت شو، د همدې رژیم د قانون له مخې له نوموړي څخه اجرائيوي صلاحيتونه واخیستل شوه او په مهمو مسائلو کي پرېکړه نشي کولای، کله چي رباني په خپل کاري چاپیریال کي بې صلاحیته دی، نو بیا ددې صلاحیت څنګه ځان ته اخلي، چي د هیواد او ولس په برخلیک ټاکونکو مسائلو کي غوښتنې او پرېکړې وکړي؟
د رژیم د قانون له مخې سرپرست وزیر یوازي دوه میاشتې قانوني صلاحیت لري چي د سرپرست وزیر په توګه کار وکړي، د رباني خو تر څلورو ډیري میاشتې تیري شوې، نو اوس د سرپرستۍ صلاحیت هم نه لري، نو اوس دا کوم صلاحیت دی، چي دی يې له مخې د بهرنیو پوځیانو د ډیرېدلو غوښتنه کوي.
د کابل د رژیم اړوند په اصطلاح د اساسي قانون ۷۲ ماده وايي، چي وزیر به یوازي د افغانستان تابعیت لري، خو صلاح الدین رباني د رژیم د نورو وزیرانو په څېر دوه تابعیته دی نوموړی د بریتانیا تابعیت لري.
دا به پرېږدو، چي ولي دوه تابعیته کس د ګوډاګۍ ادارې وزیر شوی، ځکه هغوی ټول دوه تابعیته دي، چي د تابعیت په بدل کي بهرنیانو اخيستي او هم غواړي تر دندو وروسته په بهرنیو هیوادونو کي ژوند وکړي، لکه د کرزي د وخت وزیران چي اوس مهال یې په سلو کي ۹۵ سلنه په بهر کي دي او دا ۵ سلنه یې هم دلته د دندو له امله پاته دي، خو کله چي رباني د بریتانیا تابعیت لري، نو خو د هغوی ګټو ته به ژمن وي او د یوه بريتانیايي حیثیت به لري، نو بیا د افغانستان مربوط په دې کليدي مسئلې کې څه ډول دخالت کوي.
یو خو دا رژیم له سره تحميلي دی، چي ټولې جنایتکاره څېرې او د بهرنیو ادارو جاسوسان پکې راټول شوي، چي په دې باندې په خپل وخت کي خپله کرزي او ملګرو ملتونو څرګندونې کړې، لکن همدا تحميلي رژیم د خلکو له لوري نه دی ټاکل شوی، بلکې دا د جان کیري اداره بلل کیږي، نو بیا دا اداره یا ددې کوم وزیر څنګه د ملي مسائلو په اړه غوښتنې مطرح کوي، پاته شول د ځمکنۍ بشپړتیا، ازادۍ او خپلواکۍ اړوند قوانین، هغه غلام اذهان نشي درک کولای او د اشغال په شتون کي دا څيزونه بې مفهومه وي.
همداراز په رژیم کي انارشي حاکمه ده، هر څوک د خپلې خوښې پاچا دی، په رژیم کي د واک مرکز یو نه دی او خپله د کابل د ادارې ټول چارواکي د غلامۍ طوق په غاړه لري، نو هیڅ چارواکی د ولس د غوښتنو ممثل نشي بلل کېدلی او خپله ولس د بهرنیو پوځیانو د زیاتېدلو غوښتنه نه کوي، ځکه له شته بهرنیانوسره تقریبا ۱۶ کاله په جګړه بوخت دی او د ایستلو په هڅه کي یې دی، نو بیا رباني د چا په استازي توب د بهرنیو پوځیانو د زیاتېدلو غوښتونکی دی.
امریکا افغانستان ته د خپلو پوځي، اقتصادي او نورو موخو د پلي کولو په موخه په زور راغلې، نه د افغانانو په خوښه، همدا لامل دی، چي هغوی د افغانستان په اړه تل یو طرفه تصمیم نیولی، که بوش برید وکړ، یا یې وروسته پوځیان ډیر کړل، یا که اوباما پوځیان ډیر کړل او وروسته یې کم کړل یا که اوس ټرمپ افغانستان ته د پوځیانو په لېږلو غور کوي، دا ټول هغوی د خپلو ستراتيژيکو ګټو سره سم ترسره کوي.
ټرمپ اوس د کابل د ګوډاګۍ ادارې د چارواکو راپور او غوښتنو ته انظار نه دی او نه هم په هغو د غور کولو اراده لري، بلکې نوموړی د امریکايي پوځیانو او استخباراتو راپور او د هغوی څېړنو ته انتظار باسي ،د روانې میاشتې په ۹ نېټه د منځني ختیځ لپاره د امریکايي پوځیانو قومندان جوزف ووټل دامریکا د سنا مجلس د پوځي خدماتو کمېټې ته وویل، چي افغانستان ته د نورو پوځیانو د لېږلو اړتیا شته.
نوموړي وویل، چي دی او په افغانستان کي د امریکايي نیواکګرو قومندان جنرال نېکولسن دفاع وزارت ته وړانديزونه ورکوي او په نوې ستراتيژۍ کي به افغانستان ته د نورو پوځیانو لېږل شامل وي، تیره میاشت جنرال نېکولسن د سنا د پوځي خدماتو د کمېټې په غونډه کي افغانستان ته د نورو پوځیانو په لېږلو ټينګار وکړ، نوموړي وویل، افغانستان ته د پوځیانو لېږل امریکا خوندي کوي.
صلاح الدین رباني تیره ورځ په واشنګټن کي د انتلانتیک شورا په غونډه کي د همدې امریکايي جنرالانو یو طرفه غوښتنې تائيد کړې او له خپل سفر وړاندې يې هم د پوځیانو د زیاتېدلو غوښتنه ترسره کړه، نوموړی امریکا ته په دې نامه تللی، چي د داعش ضد کانفرانس کي د ګډون بلنه ورکړل شوې خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، چي تراوسه یې په دې اړه پرېکړه نه ده کړې، چي رباني په دې کانفرانس کي ګډون وکړي او کنه؟ له دې څخه څرګندیږي، چي یو بل څه شته، چي رباني یې امریکا ته په تګ مجبور کړی، چي هغه د نوموړي له لوري امریکايي چارواکو ته د پوځیانو د زیاتولو او د دوامداره همکارۍ په اړه قناعت ورکول او په دې اړه ورسره خبرې اترې کول دي.
د افغانستان د جګړې ملاتړ کونکی جمهوري غوښتونکي جان مکین له صلاح الدین رباني سره د غونډې پر مهال هغه ته ډاډ ورکړی، چي امریکا به له افغانستان سره همکاري ته دوام ورکړي او نوې اداره به د دوی په لویو پالیسو اغېز ونه لري، نوموړی به د دې سفر پر مهال له نورو امریکايي چارواکو سره هم وګوري، چي فکر کیږي، مهمه موضوع پکې د افغانستان د اشغال دوام دی.
په صلاح الدین رباني کي به هرو مرو د خپل برهان الدین رباني اغېز وي، برهان الدین رباني د سپتمبر د ۱۱ له بریدونو وروسته چي کله امریکا په افغانستان د یرغل ګواښ وکړ، له بي بي سي سره په یوه مرکه کي له امریکا سره د طالبانو پر ضد جګړه کي د بشپرې همکارۍ لپاره چمتوالی وښود او د ټلوالې د نورو چارواکو په څېر یې په خپلو مرکو کي له امریکایانو څخه د پوځي برید غوښتنې کولې، چي اوس يې زوی په شته انارشۍ کي د امریکايي پوځیانو د زیاتېدلو لپاره چیغي وهي.
که برهان الدین رباني د دې لپاره له امریکایانو د غټو – غټو بمونو د اورولو غوښته کوله، چي د طالبانو په سقوط سره به یوځل بیا په کابل کي د څوکۍ خوند وڅکي، خو زوی (صلاح الدین رباني) یې بیا ځکه د امریکايي پوځیانو د زیاتېدلو او شتون لپاره منډې ترړې وهي، چي د خپل پلار، نظار شورا او نورو ملېشه يي خپل سرو تنظیمونو په برخلیک خبر دی، چي که امریکایان نه وي، بیا به په کابل کي د نیم ساعت لپاره هم د پاته کېدلو توان ونه لري او په دې ترخه واقعیت هم پوهیږي، چي دا ځل به یې د سالنګ تونل ته انفجار ورکول او د پلونو الوزول ونه ژغورني، ځکه اوس په شمال کي لا له وړاندې مجاهدین شتون لري او نه به بیا د خپل پلار په څېر په بدخشان کي د کانټينري حکومت په جوړولو سره د کابل د واک لو ماته کړي، ځکه چي اوس خو هغه ځای هم ورته د طالب په مرکز اوښتی, اوس خو ورته د پنجشیر د امن خونده هم نشته، چي هغوی پکې ځان خوندي احساس کړي، بلکې هلته هم د جهادي عملیاتو څپې اوړي را اوړي.
رباني او د هغه انډيوالان خپل هر څه د امریکایانو په شتون کي ویني، نوځکه د هغوی د شتون لپاره لا لهانده دي، خو دومره دي پوه وي، چي دا د تاریخ تکرار دی، کارمل او نجیب هم د شوروي پوځیانو د دوامداره شتون غوښتنه کوله او په دې اړه د هغوی د قناعت لپاره همداسي لالهانده وو، لکه نن چي تاسو ددې لپاره ستړي ستومانه یاست، خو شوروي نوره اړه وه، چي د جهادي مقاومت له امله له افغانستان څخه پښې سپکې کړي او د خپلوګوډاګیانو غوښتنو ته د پاملرنې په نه کولو سره هغوی د خونړیو جګړو څپو ته پريږدي او انشاء الله چي امریکا به هم د روانې جهادي مبارزې په برکت یو وخت له افغانستانه تښتې ته اړ کیږي او تاسو که تر هغوی مخکې ونه تښتيدلئ، د مجاهدینو او افغان ملت محاکمې ته به مو پرېږدي.


