چارواکي: جلال اباد ښار ته نږدې په امنيتي پوسته بريد شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وری ۶) الماس خدرخېل

د ننګرهار ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، د جلال اباد ښار ته نږدې د بهسودو ولسوالۍ اړوند د هډې په سيمه کې په يوه امنيتي پوسته وسله وال بريد شوی، چې له امله دوه پوليس وژل شوي او يو بل ټپي دی.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی وايي، دغه بريد بيګا ماښام اووه بجې د جلال اباد ښار جنوب ته د نجم الدين اخندزاده په څلور لارې کې په يوه امنيتي پوسته ترسره شوی دی.

هغه وويل، دغه پوسته د کانال ټولي اړوند وه او زياتوي چې په بريد کې د دوه ملکيانو په ګډون، دوه پوليس وژل شوي او يو بل پوليس ټپي دی.

د نوموړي په وينا، د پوليسو په ځوابي برید کې وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو کره شمېره ورته نه وه معلومه.

د سيمې يوه تن اوسېدونکي عبادالله کابل ټکی کام ته وويل، چې په بريد کې پوليس وژل شوي خو د ملکي خلکو د وژل کېدو په اړه يې معلومات نه لرل.

د بريد مسئوليت وسله والو طالبانو په غاړه اخيستی او د دغه ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه ليکي، چې ياده پوسته يې په مکمله توګه نيولې او پکې وسله او مهمات يې د غنيمت په ډول  له ځان سره وړي دي.

مجاهد په پوسته کې د څلورو پوليسو د وژل کېدو او د دوه نورو د ټپي کېدو ادعا کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button