د کندوز خلک: حکومت د خپل سرو وسله والو د خلع سلاح کولو توان نه لري

الماس خدرخېل
د کندوز ولایت خان اباد ولسوالۍ او د ښار اړوند يو شمير نورو سيمو اوسیدونکي وايي، چې د غير مسؤله وسله والو له فعالیت، کړنو او نا امنيو نه تنګ راغلي او د دوی ژوند يې تريخ کړی دی.
د دوی په خبره چې د کابل حکومت د دغو خپل سرو وسلهوالو د خلع سلاح کولو توان نه لري او تر شاه يې لوړ رتبه چارواکي ولاړ دي.
د کندوز د خان اباد ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې د مصؤنيت احساس نه کوي او په خبره يې چې د غير مسؤله وسله والو شتون ورځ تربلې په زياتېدو دی، چې وخت ناوخت په خپلو منځو کې جګړې کوي او زيان يې ملکي خلکو ته رسېږي.
د خاناباد ولسوالۍ یو تن اوسېدونکي جمال الدین وايي: (د شپې لهخوا د ډزو غږ وي چي همدا غیرمسؤل وسلهوال له یو بل سره جنګېږي همدارنګه د ورځې هم ځینې وخت په خپل منځ کې سره په جنګ اخته وي کوي چې ډېر زیان یې ملکي خلکو ته رسیږي).
ځايي اوسېدونکي وايي چې دغه غیر مسؤل وسلهوال پخوانۍ تربګنې لري او د مقابل لوري په لېدو سره دوی پر هغه باندې که په هرځای کې وي برېد کوي چې ډېری وخت په دغه شان نښتو کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.
د سيمې يو تن اوسېدونکي روح الله کابل ټکی کام ته وويل، هغه سيمې چې د طالبانو تر واک لاندې دي، په امن کې دي، څوک غلان، قتل، په خپل سر ډزې او نور مشکلات نه شي جوړولی، خو هغه سيمې چې د دولت تر ولکې لاندې دي، که د کندوز ښار دی او که ولسواليانې دي، دا هرڅه پکې په رڼا ورځ ترسره کېږي چې د خلکو ژوند يې له ګواښ سره مخ کړی.
هغه زياتوي، چې اوس مهال په دغه سيمه تر ۲۰۰۰ غير مسؤله وسله وال د حکومت تر واک لاندې سیمو کې فعاليت کوي او په خبره يې چې دا شمير يې ورځ تر بلې په زياتېدو دی.
يو تن سپين ږيری او قومي مشر چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله کابل ټکی کام ته وويل، چې زياتره خپل سري وسله وال د لوړ پوړو چارواکو وکيلانو او قومندانانو له خوا تمويليږي، نوموړی زياتوي دغه غير مسؤله وسله وال له خلکو باج اخلي او خلک نه شي کولی په ډاډه زړه ښار کې خپل کاروبار ته ادامه ورکړي.
دغه راز نوموړی وايي، چې حکومت هم د خپل سرو وسله والو د خلع سلاح کولو توان لري.
د يادې ولسوالۍ ولسوال حيات اميري هم د خلکو دغه ادعاوې مني او زياتوي چې دغه ستونزه يې د کندز چارواکو او د کورنيو چارو وزارت سره شريکه کړې ترڅو يې د حل لاره پيدا کړي.



