که ولس قیام وکړ؛ ولسمشر به په سجده کړي

تبصره

د کمونیستي رژیم د نسکوریدو او په کابل کې د مجاهدینو د انډوخر (ګډوډیو) پر مهال دوستم ته د هغه کوم دوست هېواد په غوږ کې مندرۍ اچولې وه چې افغانستان به په فدرالي نظام بدل کړو؛ څوک چې د واکمنۍ دعوه کوي ورته به په څلورو برخو کې د یوې واکمني ورسیږي. د هغه وخت خبره بیا تازه شوه په شمال کې د قدرت پر سر د اشرف غني سره د لمنې لاندې ګوتې شمیرل کیږي چې بالآخره اشرف غنی د یوه پلاوي په مشرۍ  شمال ته سفر کولو ته اړ شو.

د ارګ له خپرې شوې خبرپاڼې داسې بریښي چې اشرف غني د یوه ولسمشر په توګه نه، بلکې د یوه پلاوي د مشر په توګه شمال ته سفرکړی دی او غواړي د شمال، په ځانګړي توګه د بلخ ولایت حالات له نږدی وګوري چې په اړه یې ورته څه رسیږي او حقیقت څه دی؟ سوچ به په ارګ کې کوي.

د کندهار، هلمند او هرات حالات له شماله بدتر دي خو  په یادو ولایاتو کې د قدرت یا د تنظیم پر سر شخړه نه شته یواځې د نا امنیو، بې روزګارۍ اوبې سوادۍ ستونزه ده چې نور یې د یادو ولایاتو د وګړو ژوند تریخ کړی دی.

لومړی به په افغانستان کې روانه جګړه د لویو پراختیا غوښتونکو حکومتونو د ګټو د پاره یادېده؛ خو اوس په داخل کې د امپراتوریو د ساتلو او د له منځه وړلوپورې تړلې ده چې اوس د لویو قدرتونو نوم نه اخستل کیږي. د جګړې دوام او سقوط د داخل  کار بولي، ځکه چې خپله په هیواد کې د جګړې په دوام کې د یو شمیر اشخاصو ګټې نغښتې دي خو د امریکا سره د امنیتي تړون ملامتیا اشرف غني ته منسوبوي وایي امریکاته ېې (۹) پوځي اډې ورکړي او امریکا به د تل لپاره  د منځنۍ اسیا د څار لپاره په افغانستان کې خپل پوځونه ساتي.

د کندهار، هلمند او نورو ګاونډیو ولایاتو حالات دومره سخت شوي دي  چې دا دی په کندهار کې ځوان نسل د یو بل نسل د تباه کولو لپاره په بریتونو ګوتې وهي. دا ځوان نسل چې له تعلیمه محروم پاتې شو په هیواد کې د جګړې اړخ هم په بدلیدو دې ځوان نسل بې د ټوپک پر اوږه کولو د ژوند کولو بله لار نه لري.

په کندهار کې ۱۴۰ ښوونځي تړلي دي او نږدي یو سل شل زره ماشومان له زده کړو محروم دي چې دا یو سل شل زره ماشومان په افغانستان کې د جګړې د بل پړاو لپاره کافي دي. دوې  ته چې قلم او کتاب نه رسیږي په مقابل کې ټوپک ورکول کیږي چې یواځې د ښوونې او روزنې  وزارت نه بلکې له ولسمشره نیولې، ولسي جرګه، د مشرانوجرګه او په حکومت کې ټول دخیل اشخاص باید د ولس د قیام انتظار وباسي.

د هیواد په شپږو ولایاتو کې تر۹۲ زره جریبه زیاته ځمکه د حکومت لوړو چارواکو او ځایي زورواکو غصب کړې ده. په کندهار، هلمند، فراه، زابل، غزني او مشرقی ولایاتو کې د پنځلس کالو راپدېخوا د پنځلس ولسوالۍ د حکومت له واکه وتلي د وګړو د برخلیک ېې حکومت ناخبره دی.

د ټول هیواد په کچه ولس قیام کولو ته اړ شوی دی او که ولس قیام وکړ ولسمشر به همدې ولس ته د خپلو کړنو په پښیمانیو په سجده کړي.

افغانستان که د واکمنیو تاریخ لري نو د قیامونو تاریخ یې هم ژوندی دی چې په دا ډول حالاتو کې یې قیامونه کړي دي د ننګرهار ولس چې قیام کولو ته اړ کړل شو ظاهرشاه ورته جلال کوټ ته  راغی او د ننګرهاریانود قیام مخه یې په خپله بخښنه ونیوله.

که ولس قیام وکړ بیا به ولسمشرغني نه وي بیا به ولسمشر د پولۍ پړک ته ناست وي هیڅ یو هیوادوال به یې ملاتړی نه وي که هر څو د پښیمانیو سجده کوي د ولس د قیام مخه به ونه نیولای شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button