ماتيس: افغانستان کې د روسيې پر فعاليت اندېښمن يو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وری ۱۲) الماس خدرخېل

د امريکا د دفاع وزير جيمز ماتيس په افغانستان کې د روسيې پر فعاليت اندېښنه ښودلې ده.

ماتيس په لندن کې خبريالانو ته وويل، (موږ له طالبانو سره د روسي چارواکو د اړيکو په تړاو معلومات لرو او زياته يې کړه په افغانستان کې د روسيې فعاليت د اندېښنې وړ دی).

له دې مخکې هم ځينو امريکايي پوځي چارواکو پر روسيې د طالبانو د ملاتړ کولو تور پورې کړی و.

خو مسکو له طالبانو سره د هر ډول تجهیزاتو مرستې ادعا ‘په بشپړه توګه ناسمه بولي ‘  او د روسيې د بهرنيو چارو وزارت له لوري په يوه خپره شوې اعلاميه کې د امريکايي چارواکو دا ادعاګانې په کلکه رد شوې وې، چې ګنې روسيه دې په افغانستان کې له طالبانو سره مالي او نظامي کومک کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې روسيه راتلونکي مياشت د چين، پاکستان، هند او ايران استازو په ګډون د افغانستان په اړه يوه نړيواله غونډه رابللې او پکې يې امريکايي چارواکو ته هم د ګډون بلنه ورکړې ده.

د افغان د ولسمشر سلاکار حنیف اتمر ویلي دغه خبرې د دولتونو په کچه کېږي او طالبانو ډله به دغو خبرو کې برخه و نه لري.

تر اوسه په دې غونډه کې د طالبانو د ګډون په اړه څه نه دي ويل شوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button