شمالي کوريا امريکا ته يوځل بيا د اتومي بريد ګواښ وکړ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وری ۱۲) الماس خدرخېل
د شمالي کوريا چارواکي وايي، که امريکا پر دغه هېواد خپلو فشارونو او نظامي فعاليتونو ته دوام ورکړي نو دوی به پر امريکا د اتومي وسلو بريدونه وکړي.
د شمالي کوريا د حکومت له لوري په تازه خپره کړې خبرپاڼه کې ويل شوی، چې دوی خپل اتومي قوت پياوړې کولو ته دوام ورکوي، څو امريکا په دوی باندې د بريد کولو وړتيا پيدا نه کړي.
د دغه هېواد ولسمشر کيم جونګ اون په وينا امريکا غواړي شمالي کوريا د جنوبي کوريا برخه وګرځوي او دوی غلامان کړي او په خبره يې چې هيڅکله به دې کار ته اجازه ورنکړي.
نوموړي ګواښ کړی، که امريکا له دې ډول حرکتونو لاس وانخلي نو پر دغه هېواد به اتومي بريدونه وکړي.
هغه ويلي، چې خپلې اتومي وسلې يې له پخوا قوي شوي او د قوت پر زياتوالي يې کار روان دی.
په دې وروستيو کې شمالي کوريا د يو شمير بالستيک اتومي توغنديو ازموينه وکړه او امريکا په جنوبي کوريا کې پوځي تمرينات پيل کړل، چې له دې سره د دواړو هېوادونو اړيکې خرابې يو څه زياتې خرابې شوې.


